لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اروپا کې مسلمان ځلمی کول تندروۍ ته څنگه اوړي؟


فلم جوړونکی عادل خان وايي په اروپا کې د مسلمانانو ځيني ځوانان واي دوي ځکه جهاد کوي چې اسلام په خطر کې دی او دويي دخپل مذهب د دفاع لپاره جهاد کوي-

عادل وي او ای ته د یوې مرکې په سر کې خپله پیژندگلو وکړه -

"زما نوم عادل خان فاروق دی. زه په ناروې کې د مسلمانو توند لارو په اړه مستند فلم یا ډاکومنټري جوړوم"

عادل فاروق جهاد ته د خلکو د داخلولو تر نوم لاندې د خپل فلم د جوړونې پرمهال د یو اسلام پال عبیدالله حسین په واسطه په اروپا کې د مسلمانو سخت دریځو له ګڼو ټولنو څخه لیدنه کړیده.

عبیدالله حسین د ډنمارک په سرښار کوپن هیګن کې یوې غوندې ته د وینا پرمهال وویل:

"اناشاالله چې ټول مې اورئ. پدې ورځو کې چې مونږ تاسو په ډنمارک، سویډن، ناروې، برتانیې او داسې نورو هېوادونو کې اوسیږو نو مونږ باید د خپل سر په بیه د اسلام دفاع وکړو"

فاروق ددې خبرې د موندلو هڅه وکړه چې د عبیدالله فاروق په څېر د خلکو د سخت دریځۍ تر شا څه پراته دي.

عادل فاروق له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل:

"دا یواځې په ناروې کې نه بلکه په سویډن، ډنمارک، برتانیې، فرانسې او بیلجیم کې تل یو شمېر داسې کسان پیدا کیږي چې د اقلیتونو یا لږکیو په توګه په وړو ډلو کې وي او حتا د مسلمانانو له ټولي سره هم نه جوړیږي او یوې خواته تجرید شوي وي، دندې او کاروبار نه لري او له خپل کور څخه د مبارزې هڅه کوي"

عبیدالله حسین ځان په ناروې کې د پیغمبر د امت یا پرافیټس اومه ډلې ویاند معرفي کوي.

عادل فاروق حسین امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې ده غوښتل پدې پوه شي چې ولې عبیدالله حسین دغه لاره غوره کړېده. ولې دی توند لارې شویدی ځکه دی یو وخت د فوټبال په لوبه کې ریفري وه. دی تکړه هلک وه او په ښونځي کې هم تکړه زده کونکی وه.

فاروق له یوه برتانوي مسلمان تندلاري انجم چوهدري سره د ځمکې لاندې د یوې لیدنې کتنې انځورونه اخیستې چې په هغو کې دا څرګندیږي چې توندلاریتوب څه ډول خپریږي.

"مونږ ورسره په ناروې کې په اړیکه کې یو خو د هغوي ترمنځ بل ډول نظم دی. مونږ به ددوي نظریې بیرته ناروې ته راوړو"

په ۲۰۱۵ کال کې مسلمانو تندلارو په پېرس کې یو شمېر بریدونه وکړل.

لومړی برید په فرانسوي طنزي مجلې چارلي هیبدو باندې وشو.

څو میاشتې وروسته په یو کنسرټ او د فټبال په لوبغالي باندې بریدونه و شول چې ۱۳۰ کسان پکې ووژل شول او ۳۶۸ نور پکې ژوبل شول.

فاروق وايي چې عبیدالله ورته په ویډیو مرکه کې ویلي دي چې دی د پېرس برید کونکي نه پېژني خو دا داسې کسان پېژني چې هغوي به د پېرس برید کونکي پېژني.

فاروق زیاتوي چې دغه ډلې ډېرې کوچنۍ دي خو دوي ځکه ځواکمنې دي چې په ګډه کار کوي.

دویي له یوه بله سره ویني او سره غونډې کوي او د دوي په وینا له یوه بله سره سیمنارونه لري.

عبیدالله ته هغه مهال د ناروې د پولیسو پام شو کله چې یې یو نارویژی ځوان په دنده ګماره.

د ناروې پولیسو هغه ونیوه او د فاروق او رالفسن لخوا جوړه شوې ویډیو یې د نیولو د سند په توګه وکاروله.

دغو فلم جوړونکو بیا د بیان د ازادۍ لپاره جګړه وکړه. دواړو فلم جوړونکو خپله قضیه د ناروی سترې محکمې ته وړاندې کړه تر دې چې په پایله کې یې وګټله.

اولریک رالفسن امریکا غږ ته وویل:

"مهمه خبره داده چې په هرجمهوريت کې باید خبریالان او مطبوعات له چارواکو څخه بیل شي. زما توان دادی چې د خپلې ټولنې کیسې خلکو ته ورسوم ترڅو عواړم پوه شي او زه فکر کوم چې دا ډیره مهمه ده چې پدې برخه کې په یوه او بل باندې پښه کښې نږدو"

فاروق ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پداسې مستندو فلمونو سره به د مسلمانانو په وړاندې بې باوري او له مسلمانانو څخه ویره زیاته نه شي وویل:

"دا زما او د اولریک لپاره ډېره مهمه ده. ځکه ټول مسلمانان د دوي په څېر نه دي بلکه دوي نورمال یعني روغ خلک دي"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG