لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي پوځي مشرانو دپاکستان پوځ سره دافغانستان په هکله خبرې کړي


دامریکا پوځي مشر جنرال جوزف ووټیل په مشرۍ امریکایي پوځي هئېت دپاکستان دپوځ سرلښکر اؤ نورو مهمو پوځي اؤ استخباراتي چارواکو سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې دامنیت دټینګښت په چارو خبرې کړي دي.

دغه لیدنه تیره ورځ دپاکستان په پوځي مرکز کې په داسې حال کې شوې چې امریکا دافغانستان اؤ سیمې دپاره د خپلې نوې تګلارې اعلانولو ته نزدې شوې اؤ هیله کیږي ډیره زر به دغه تګلاره اعلان کړي.

څیړونکې اندازې لګوي چې دسیمې دپاره دغه نوې تګلاره کې به امریکا په پاکستان فشارونه سیوا کړي چې خپل هیواد څخه دترهګرو ځالې ختمې اؤ افغانستان کې دامن په ټینګښت کې د زړه داخلاصه مرسته وکړي.

دپاکستان دپوځ اؤ استخباراتي شبکې مشرانو سره دلوړ پوړي امریکایي پوځي هئېت له لیدنې وروسته دپاکستان پوځ خپل یو بیان کې ویلي دپاکستان پوځي سرلښکر هوډ کړی چې دپاکستان اؤ افغانستان سرحدي سیمو کې دامنیت ښه والي دپاره به افغان امنیتي ځواکونو اؤ په دغه هیواد کې میشتو امریکایي پوځیانو سره کوټلې مرسته کوي.

امریکايي اؤ افغان چارواکي په دې نظر دي چې پاکستان پخپله خاوره دحقاني نیټ ورک دجنګیالو د موجودو ځالو په ضد ګامونه نه دي اخستي همدغه وجه ده چې نن هم دا جنګیالي په ډاډه زړه افغانستان کې ترهګري کوي.

خو دپوځ بیان کې ویل شوي چې جنرال قمرباجوه دا تاثر رد کړو اؤ دامریکا پوځي مشرانو ته یې وویل چې پاکستان د هر رنګ اؤ نسل د ترهګرو ډلو په ضد یو شان ګامونه اخستي دي.

پوځي سرلښکر دعوه وکړه چې دپاکستان نه زیات یو هیواد هم دافغانستان په امن کې خوښي نه لري .

خو دپاکستان دپوځ ددغسې پرله پسې دعوؤ باوجود هم افغان چارواکي دریځ لري چې پاکستان دغسې دعوې یوازې د نړۍ په وړاندې دځان سپینولو په غرض کوي نور یې پخپله خاوره جنګیالو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ په دغو جنګیالو افغانستان کې جګړه کوي.

پخپله افغان صدر اشرف غني هم څو کرته ویلي چې پاکستان په افغانستان مطلق جنګ مسلط کړی خو پاکستان دغو تورونو منلو ته تیار نه دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG