لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپېن پولیس واي د بارسیلونا ترهګر حمله کې ککړ تن لټون روان دی


سپین کې پولیس واي په بارسیلونا کې په خلکو ټرک ورخیژوونکی ډراېیور اوس هم پټ دی- پولیس هغه لومړي رپورټونه رد کړي چې گنې په ترهګر حمله کې ککړ تن دپولیس سره په یو انښته کې وژل شوی دی.

پولیس ته مطلوب تن ۲۲ کلن یونس ابو یعقوب دهغه ډلې ممکنه مشر گڼلې کیږي چې په بارسیلونا او د ددغه ښارنه ۱۲۰ کلومیټره کېمبريلز سیمه کې يې ترهگر حملې کړي دي.

د بارسیلونا په حمله کې ۱۳ او د کېمبريلز حمله کې یو تن وژل شوې ؤ . د کېمبريلز په حمله کې هم تندلارو د خلکو په گڼه خپل گاډی ورخیژلی ؤ خو پولیسو په دغه حمله کې ککړ ۵ مشکوک تنان ویشتي دي.

د سپین میډیا ددې وړاندې په خپل رپورټونو کې ویلي وو په ‏ کېمبريلز کې په وژل شوو مشکوک تنانو کې یو تن ۱۷ کلن موسا اوکبير هم وو.

دده په اړه فکر کیدو چې په بارسیلونا کې يې په خلکو گاډی ورخیژولی ؤ خو وروستو د پولیس یو چارواکي یو ځاي ټیلي ویژن سره په مرکه کې وویل هغه یقین نه کوي چې اوکبیر بارسیلونا کې په خلکو د ورخیژوونکي ګاډي ډرایور ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG