لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې سمندري جنگي جهاز د تېلو ټېنکر ټکر شوی،۱۰ امريکايي سېلرز بې درکه دي


سمندري جنګي بېړۍ په داسې حال کې په ټکر شوې چې سنګاپور پله د معمول ترمخه روانه وه.
سمندري جنګي بېړۍ په داسې حال کې په ټکر شوې چې سنګاپور پله د معمول ترمخه روانه وه.

د امریکا د سمندري ځواک د جنګي بېړۍ سره د سنګاپور په ختيځ کې نزدې يوه سوداګريزه سمندري بېړۍ په ټکر شوې چې له امله يې لس امریکايي سېلرز (د عملې کارکوونکي) بې درکه شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د امريکا د بېړې نه جاري شوي بيان کې ويل شوي سمندري بېړۍ (يواېس اېس جان اېس مکېن) سره د ګل په سهار د لائبيريا د تېلوټېنکر (اېلنک اېم سي) په ټکر شوی دی.

سمندري جنګي بېړۍ په داسې حال کې په ټکر شوې چې سنګاپور پله د معمول ترمخه روانه وه.

مککېن بېړۍ د ټکر له امله سخته زيانمنه شوې، خو څو ساعته وروستو په خپله د سنګاپور چانګي سمندري اډې ته رسېدلې ده.

د سنګاپور د سمندري ځواک چارواکو ويلي اېلنک ټېنکر ته زيان اوختی خو د ټېنکر امله بچ پاتې شوې ده.

امریکايي ژوبل شوي کارکوونکي د سنګاپور د سمندري ځواک هیلي کاپټر روغتون ته منتقل کړي او ويل شوي روغتيايي حالت يې ښه دی.

د سنګاپور سمندري ځواک او کوسټ ګارډ د بې درکه کارکوونکو په لټولو کې برخه اخلي.

صدر ډونلډ ټرمپ په ټويټر خپل پېغام کې ويلي، اغېزمنې شوې بېړۍ باندې د سمندري ځواک بې درکه عملې دپاره دعا کوي.

د پېښې ښکار بېړۍ د سېنېټر جان مکېن د پلار او نيکه د نومونو سره اړونده ده څوک چې د امريکا د سمندري ځواک اېډمرل وو.

په تېرو دوه مياشتو کې دا دوېمه پېښه ده چې د امریکا د سمندري بېړو سره رامنځته کيږي.

د جون په مياشت کې امريکايي جنګي بېړۍ (يو اېس اېس فټز جيرالډ) د جاپان سره نزدې د يوې سوداګرې بېړۍ سره په ټکر شوې ، او پېښه کې د امریکا اووه سرتيري وژل شوي وو.

تېره اوونۍ د امریکا سمندري ځواک اعلان کړی ؤ چې د دغه پېښې رامنځته کېدل د بېړۍ د عملې کوتاهي وه، د بېړۍ کپتان د نوکرۍ څخه ګوښه کړی شوی او نورو چارواکو په ضد هم کارروايي شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG