لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:پیسې نه غواړو امریکا دې زمونږ قربانۍ ومني


امریکایي سفیر ډیوډ هیل دپاکستان دپوځ سرلښکر سره لیدنه کوي
امریکایي سفیر ډیوډ هیل دپاکستان دپوځ سرلښکر سره لیدنه کوي

دپاکستان پوځ امریکا ته ویلي دامریکا څخه هیڅ قسمه مالي اؤ مادي مرستو ته اړه نه لري خو ورڅخه غواړي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان هڅو ته درناوی وکړي.

دغه څرګندونې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه پاکستان کې دامریکا سفیر ډیوډ هیل سره د شورو په ورځ دپاکستان پوځي مرکز یا جي ایچ کیو کې دلیدنې په مهال کړي دي.

دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا تیره ورځ د سویلي ایشیاء اؤ افغانستان دپاره اعلان کړی شوې تګلاره کې په پاکستان دترهګرو ډلو دمرستو د تورونو لګول کیدو راپدیخوا دا دکوم لوړ پوړي امریکایي چارواکي اؤ پاکستاني پوځ ترمینځ لمړۍ لیدنه ده.

دپاکستان دپوځ یو بیان کې ویل شوي په دغه لیدنه کې امریکایي سفیر ډیوډهیل دپاکستان دپوځ سرلښکر ته افغانستان دپاره د صدر ټرمپ دتګلارې په هکله احوال تیر کړی دی.

پوځ وایي امریکایي سفیر دلیدنې په مهال ویلي چې امریکا دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان کردار ته ارزښت ورکوي اؤ غواړي چې دافغان کشالې هواري کې ورسره پاکستان مرسته وکړي.

دپوځ دبیان له مخې جنرال باجوه امریکایي سفیر ته ویلي چې پاکستان افغانستان کې دسولې هڅې دچا دخوشحالولو دپاره نه بلکې دخپلو قامي ګټو دپاره دخپلې تګلارې په اساس کوي.

جنرال باجوه زیاته کړې ده چې دهر بل هیواد په څیر پاکستان هم افغانستان کې امن ته لیواله دی اؤ دې دپاره یې تر اوسه ډیرې قربانۍ ورکړي دي.

هغه دا هم ویلي چې امریکا څخه مالي یا مادي مرستې نه بلکې یوازې دا غواړي چې په پاکستان باور وکړي اؤ د ترهګرۍ په ضد ورکړې قربانۍ یې ومني.

دوه ورځې وړاندې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ د سویلي ایشیاء اؤ په ځانګړي ډول افغانستان دپاره دخپلې تګلارې بیانولو په وخت په پاکستان سختې نیوکې کړې وې چې امریکه نه په اربونو ډالر اخلي خو پخپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي.

صدرټرمپ ویلي وؤ پاکستان دهاغو ترهګرو مرسته کوي چې امریکا یې په ضد جګړه کوي اؤ نوره به امریکا په دې خبره غلې پاتې نه شي.

پاکستان تل دعوه کړې ده چې افغانستان کې دسولې پلوي دی خو افغان چارواکي د تیرې یوې لسیزې راهسې اسلام اباد، کابل کې په لاسوهنه تورنوي اؤ وایي چې دپاکستان استخباراتي شبکه ایي ایس ایي دطالبانو اؤ حقاني شبکې په جنګیالو افغانستان کې روانې جګړې ته دوام ورکوي.

افغان صدر اشرف غني تر دې حده ویلي چې پاکستان په افغانستان مطلق جنګ مسلط کړی اؤ افغانستان غواړي لمړی پاکستان سره سوله وکړي بیا به طالبانو سره خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG