لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که پاکستان خپله رويه بدله نکړه په ضد به يې ګام پورته کړو، ټېلرسن


رېکس ټېلرسن د افغان مسلې د هواري دپاره د پاکستان او هند په ګډه مرستو هم زور راوړی دی.
رېکس ټېلرسن د افغان مسلې د هواري دپاره د پاکستان او هند په ګډه مرستو هم زور راوړی دی.

د امريکې خارجه وزير رېکس ټېلرسن خبرداری ورکړی که پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو ډلې ځالې ختمې نکړې نو امريکا يې په ضد په ګام پورته کولو غور کولی شي.

د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړه د خپلې نوې پاليسۍ د اعلان يوه ورځ وروستو د سه شنبې په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې رېکس ټېلرسن وويل که پاکستان افغان تندلارو ته د خوندي ځای ورکولو عمل دوامداره وساتو، نو امريکا يې امداد بندولی او د نان ـ نېټو دحيثيت بيرته اخستو ترڅنګ يې په نورو اقداماتو غور کولی شي.

هغه ويلی واشنګټن د اسلام اباد سره په ګډه کار کول غواړي خو د دې دپاره به پاکستان له په خپله خاوره د موجودو ترهګرو ځالې ختمول وي.

هغه زياته کړې صدر ټرمپ واضحه کړې ده چې ترهګر هر چرته وي امريکا به يې په نخښه کوي.

رېکس ټېلرسن د افغان مسلې د هواري دپاره د پاکستان او هند په ګډه مرستو هم زور راوړی دی.

هغه ويلي چې امریکا ته د درې واړو ملکونو ضرورت دی او پاکستان له د هند سره د خپل منځي اختلافاتو هېرولو او د سيمې د امن دپاره هڅې کول پکاردي.

هغه دا هم ويلي چې د پاکستان او هند سره خپلو اړيکو ته بيا کتنه کوي ځکه د افغانستان د مسلې په حل کولو کې وخت ولګېدو.

ټېلرسن د افغانستان دپاره هند يو مهم اسټرټېجک ملګری ګرځولی او ويلي دي چې د افغانستان د معاشي پرمختګ په لړ کې هند هڅې کوي.

هغه ويلي راتلونکې اوونۍ هند د افغانستان دپاره د اقتصادي غونډې کوربه توب کوي او د نوي دهلي د دغه ډول ټولو هڅو مقصد د افغانستان سره تجارت او اړيکو ته د ودې ورکولو سره په سيمه کې امن په ځای کول دي.

صدر ټرمپ د دوشنبې په ورځ د سويلي اسيا د خپلې پاليسۍ په اعلانولو کې ویلي ؤ چې پاکستان دامریکې نه د اربونو ډالرو اختسو باوجود تندلارو ته خوندي ځايونه ورکړي څوک چې د امريکا دښمن دي.

هغه ويلي ؤ که پاکستان د ترهګرو نه لاس نه اخلي نو زيات تاوان به يې هم هغه اوچتوي.

د پاکستان خارجه وزارت ويلي امریکا دې دغلطو ادعاؤ په ځای دترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان ملګرتيا وکړي.

پاکستان ترهګرو ته د ځای ورکولو تور رد کړی او ويلي يې دي د پاکستان قربانۍ د پامه غورځول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG