لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لارنس: افغانستان کې کاميابي د سيمې د هېوادونو همکارۍ ته اړتيا لري


لارنس ویلي پاکستان د افغان سولې په بهير کې د اسانتيا برابرولو په نور برخو کې چې ګټي لري د امریکا د همکارۍ نه ګټې ترلاسه کولی شي.
لارنس ویلي پاکستان د افغان سولې په بهير کې د اسانتيا برابرولو په نور برخو کې چې ګټي لري د امریکا د همکارۍ نه ګټې ترلاسه کولی شي.

په کابل کې د امريکا او نېټو چارواکو ويلي، افغانستان کې يو شمېر ترهګرو ډلو ته د دغه هېواد نه د بهر نه څخه مالي او نورې مرستې راځي، دويې ټينګار کړی په افغانستان کې کاميابي د سيمې د هېوادونو همکارۍ ته اړتيا لري.

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست هوګو لارنس او په افغانستان کې د نېټو او امریکايي ځواکونو مشر په ګډه مطبوعاتو سره خبرې کړي دي.

هوګو لارنس په خپلو خبرو کې وويل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې يو مهم ملګری دی بايد په دغه هېواد کې هلته د موجودو ترهګرو ډلو په ضد حتمي ګامونه پورته کړي کومې چې د افغانستان دپاره خطره جوړې دي.

لارنس ویلي پاکستان د افغان سولې په بهير کې د اسانتيا برابرولو په نور برخو کې چې ګټي لري د امریکا د همکارۍ نه ګټې ترلاسه کولی شي.

د نوموړي په وېنا "د امريکا د نوې پاليسۍ يوه برخه د پاکستان شاملول دي چې مونږ د دغه هېواد همکاري ووينو، د سيمې د همکارۍ نه ترلاسه کېدو پورې به په افغانستان کې بريالي نشئ".

هغه زياته کړې لکه چې د امريکا د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن ویلي په سيمه کې د سولې او ثبات راوستو دپاره به هند هم يو هم برخه اخستونکی وی ، امريکا د افغانستان څخه د هند د سياسي او اقتصادي ملاتړ هرکلی کوي.

په دغه موقع په افغانستان کې د امريکايي او نېټوځواکونو عمومي مشر وويل، د امریکا د نوې پاليسۍ سره ښه موقع رامنځته شوې او نړيواله ټولنه به په دې کې د افغانستان خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

جنرال نیکولسن وویل "په امنیتي ځواکونو کې د غبن پر ضد کلکه مبارزه روانه ده، هوايي ځواک په خپلو پښو ودریږي، مونږ ټول پوهیږو چې ځانګړي ځواکونه څومره پیاوړي دي او لاپسې پیاوړي کیږي، مونږ ټول باید پوه شو، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې د افغانستان او نړۍ د خوندیتوب لپاره ترسره کیږي">

نيکولسن زیاته کړه، امریکا څرګنده کړې چې د طالبانو، داعش، حقانې شبکې، القاعدې او نورو تروریستي ډلو پر ضد جنګیږي او په دې برخه کې له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د جنرال نیکولسن پر وینا، زر به افغانستان نور بهرني سرتیري هم واستول شي او د افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د هوايي ځواک د روزنې او تجهیز کولو بهیر به لاپسې ګړندی شي.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د افغانستان او سويلي اسيا دپاره په خپله پاليسي اعلانولو کې په پاکستان ټينګار کړی چې دغلته د موجودو ترهګرو ډلو په ضد دې ګامونه پورته کړي او امريکا به د پاکستان لخوا ترهګرو ته د خوندي ځايونو په ورکولو نوره غلې پاتې نشي.

افغانستان پرله پسې په پاکستان تور لګوي چې افغان طالبان او حقاني شبکې ته په خپله خاوره ځای ورکړی او د دغه هېواد د استخباراتو په ملاتړ په افغانستان کې ترهګري کوي.

اسلام اباد صدر ټرمپ پاليسۍ ته په غبرګون کې ويلي د پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې قربانۍ دې ومني او د حقاني ډلې د ساتلو تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG