لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: جومات باندې شوي بريد کې د مړو شمېره ۲۸ ته رسېدلې


پېښه کې وژل شوي د ماتم په حال کې د شنبې په ورځ په هاغه جومات کې دننه خاورو ته سپارل شوي دي.
پېښه کې وژل شوي د ماتم په حال کې د شنبې په ورځ په هاغه جومات کې دننه خاورو ته سپارل شوي دي.

افغان چارواکو ويلي د جمعې په ورځ کابل کې د شيعه مسلمانانو په جومات شوي بريد کې د مړو شمېره ۲۸ ته رسېدلې ده، په بريد کې د ۵۰ نه زيات کسان ژوبل شوي وو.

بريد کې ښځې، ماشومان او دوه پوليس هم هدف شوي وو.

پېښه کې وژل شوي د ماتم په حال کې د شنبې په ورځ په هاغه جومات کې دننه خاورو ته سپارل شوي دي.

داعش ډلې د دغه بريد زمه واري قبوله کړې ده.

په امام زمان جومات باندې بريد کې دوؤ بريدګرو ځانونو ته چاؤدنې ورکړې او دوه نور د افغان ځواکونو په ډزو کې وژل شوي وو.

پوليسو د بريد نه سمدست جومات او علاقه په خپله ګېره کې اخستې وه.

امام زمان په دغه علاقه کې د شيعه مسلمانانو غټ جومات دی.

دغه بريد د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د پالیسۍ اعلانولو يواځې څو ورځې وروستو شوی دی، په کوم کې چې نوموړي په افغانستان کې د جګړې دوامداره ساتلو ويلي او د پاکستان نه يې غوښتي افغان طالبانو ته د خوندي ځالو ورکولو نه لاس واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG