لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوريا بېلسټک ميزايل په جاپان پرواز کړی


دا د شمالي کوريا  لخوا د جاپان هوايي حدونو درېمه سرغړونه او د جاپان په علاقه د تېرېدو وړومبۍ پېښه ده.
دا د شمالي کوريا  لخوا د جاپان هوايي حدونو درېمه سرغړونه او د جاپان په علاقه د تېرېدو وړومبۍ پېښه ده.

د شمالي کوريا توغولی میزايل د جاپان په علاقه پرواز کړی د کوم نه چې په سيمه کې د اړي ګړي جوړېدو اندېښنه راولاړه شوې ده.

د جنوبي کوريا د پوځ په وېنا شمالي کوريا د نهې يا سه شنبې په سهار د منځنۍ فاصلې ويشتونکي ميزایل ازموينه کړې او د جاپان د هوايي حدونو سرغړونه يې کړې ده.

د جنوبي کورياد پوځ ترمخه شمالي کوريا داغلی نوی ميزایل تر ۵۵۰ کلوميټره پورې اوچت شوی او د ۲۷۰۰ کلوميټره فاصلې پورې تلو وروستو په بحرالکاهل کې غورځېدلی دی.

میزايل د جاپان په شمال کې دهوکېډو په ټاپو دپاسه تېر شوی او په سیمه کې يې د امريکا په اتحاديانو کې اندېښنه راولاړه کړې ده.

دا د شمالي کوريا لخوا د جاپان هوايي حدونو درېمه سرغړونه او د جاپان په علاقه د تېرېدو وړومبۍ پېښه ده.

شمالي کوريا دا میزايل ازموينه په داسې وخت کې کړې چې په نزدې سمندر کې ورته امریکا او جنوبي کوریا پوځي تمرينونه کوي.

شمالي کوريا په وروستيو مياشتو کې د ميزايلو ازموېنې سېوا کړي دي.

روان کال کې شمالي کوريا تراوسه پورې ۱۳ میزایل ازموينې کړي دي، او د ملګرو ملتونو او نړيوالۍ ورورولۍ د غندنې باوجود د ميزايل تجربو لړې دوام لري.

جاپان د سه شه شنبې د ورځې د خپل هوايي حدودو په سرغړونه د شمالي کوريا سخته غندنه کړې ده.

د جاپان وزیراعظم شنزوابې ویلي د شمالي کوريا دا عمل يوه داسې سنګينه خطره ده چې له دې وړاندې نه ده رامخې ته شوې او هغه ويلي د جاپان د اولس د خوندي کولو دپاره به هر ممکنه ګام پورته کوي.

د جاپان چارواکو ويلي د ميزايل تېرېدو نه کوم زيان نه دی اوختی خو د ميزايل د پرواز نه وړاندې دټاپو اوسېدونکو ته په موبايل ټيلي فونونو پېغام لېږل شوی چې په کورونو کې دننه پاتې شي.

شمالي کوريا د جنوبي کوريا د میزايل ازمووينې غندنه کړې او پیانګ يانګ ته يې خبرداری ورکړی که دغه عمل يې پرې نه ښودو په ضد به يې سخت اقدامات وشي.

د حالاتو د جاج اخستو په موخه د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا بېړنۍ غونډه د سه شنبې په ماښام راغوښتی شوې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG