لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانګله کې په شپږو غېر دولتي ادارو بندېز لګول شوی


راپورونه وايي د ادارو دفترې تړل شوي دي.
راپورونه وايي د ادارو دفترې تړل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې چارواکو په علاقه کې شپږ غېر دولتي ادارې (اېن جي اوز) د کاره ودرولې دي، دغو ادارو په پرمختيايي او ټولنيزو منصوبو کار کولو.

د شانګلې مرستیال کمشنر عبدالکبيرخان او نورو چارواکو د ګل يا دوشنبې په ورځ د شپږو بهر ملکي غېر دولتي ادارو په دفتر چاپې وهلي او کارکوونکو ته يې د نورو کارونو ودرولو ویلي دي.

راپورونه وايي د ادارو دفترې تړل شوي دي.

د قدرتي افتونو په وخت دانتظامي ادارې د شانګلې مشر سلېمان شاه وي او ای سره په خبرو کې د ادارو د کار نه ودرولو پخلی کړی دی.

هغه ويلي غېر دولتي ادارو د مرکزي او صوبايي حکومت څخه د کار کولو اجازت نامې نه وې ترلاسه کړې ځکه بندې کړی شوي دي.

هغه ويلي په دغو ادارو کې کارکوونکو ته امنيتي خطره هم د ادارو د بندېز علت کېدی شي.

هغه ويلي د کاره ودرول شوې ادارې ځايي دي خو په دویې کې ځينو ته د يوې بهر ملکی ادارې نه فنډونه ترلاسه کېدو.

بندو کړی شوؤ ادارو کې کميونټي ورلډ سروس ايشيا، پاکستان مشن سوسائټي، هېلپ ان هېنډ، لاسونه، ندائی پاکستان او ISWDO شاملي دي.

د شانګلې سره تعلق لرونکي تعليم پوهه او د مدني ټولنې فعال ساجدشاه د حکومتي چارواکو په دغه اقدام نيوکې کړي او ويلي يې دي داسې ګامونه د سيمې د شاته پاتې خلکو ستونزې نورې سېوا کوي.

هغه ويلي حکومت دې خپلې فېصلې ته بيا کتنه وکړي.

خېبرپښتونخوا کې له دې وړاندې هم د امنيتي خطرې په خبره بهر ملکي غېر دولتي ادارې د کاره ودرول شوي دي.

قبايلي سیمو کې د غېر دولتي تنظیمونو د سازمان مشر زرعلي خان افريدی وايي په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې په غېر دولتي ادارو بندېزونه دي خو په پنجاب او سندهـ صوبو کې دغو ادارو ته پوره ازادي ده چې کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG