لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملي امنیت: طالبانو سره چارواکو خبرې نه دي کړي


طالبانو لا د "اې پي" خبري ادارې د رپوټ په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو لا د "اې پي" خبري ادارې د رپوټ په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان ملي امنیت ويلي د طالب مشرانو سره د استخباراتي ادارې د مشر محمد معصوم ستانکزي د تماسونو او ټیلیفوني خبرو په اړه خپاره شوي رپوټونه سم نه دي.

د افغانستان د ملي امنیت په ریاست کې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط وي او ای ته ويلي چې د طالبانو د مشرانو سره د محمد معصوم ستانکزي د ورځنیو تماسونو او سولې له بهیر سره يوځای کېدو په اړه کوم خبرونه خپاره شوي هغه سم نه دي او دا اداره د دغسې اړیکو شتون او خبرې په کلکه ردوي.

تیره ورځ د "اې پي" خبري ادارې په یو خپور شوي رپوټ کې ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت د چارواکو تر منځ د خبرو په هکله یې یو سند تر لاسه کړی چې پکې ویل شوي چې د هېواد د استخباراتو مشر معصوم ستانکزی هره ورځ د وسله والو مشرانو د ملک په ائين او سياسي راتلونکې باندې خبرې کوي.

دغه ډول د افغانستان د ملي امنيت مشاور په اړه هم د طالبانو سره د خبرو ويل شوي وو.

خبري ادارې ويلي، ترلاسه شوؤ اسنادو کې معلومه شوې چې افغان چارواکو په پاکستان او قطر کې موجودو طالب مشرانو سره خبرې کړي دي.

رپوټ کې دا هم ويل شوي طالبان "طالبان ظاهراً"دې ته چمتو شوي چې د افغانستان اساسي قانون ومني.

"اې پي" ویلي چې له طالبانو سره په دې خبرو کې د افغانستان پر اساسي قانون او د ښځو د تعلیم په هکله چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې پرې بندیز لګیدلی وو هم خبرې شوي دي.

همداشان "اې پي" په دغه رپوټ کې د ښاغلي ستانکزي او طالب چارواکو ترمنځ د موقتي حکومت د جوړېدو او ټاکنو ترسره کېدو په باب د خبرو جزئیات هم خپاره کړي او ادعا یې کړې چې طالبانو د موقتي حکومت جوړېدو او بیا ټاکنو کې ګډون ته غاړه ایښې ده.

د طالبانو ډلې د دغې ډلې د جوړېدو راهسې تر اوسه په څرګنده په ټاکنو کې خپل برخه اخیستل نه دي تائید کړي.

د افغانستان د چارو یو کارپوه وحید مژده وايي چې طالبان لا هم په ټاکنو کې ګډون ته چمتو نه دي.

وحید مژده وي او ای سره په خبرو کې ويلی هغې چې دا اعلان و نه شي او دا معلومه نه شي، چې خبرې په کومه کچه او له د کوم طالب چارواکي سره شوي د طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو په باب په خپرو شوو رپوټونو باور نه شي کیدلی.

هفه وايي چې د امریکا د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ د اعلان وروسته دې دا نه ګڼي چې ګوندې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

د سیاسي چارو دا کارپوه وایي چې د دې د معلوماتو له مخې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ هیڅ خبرې نه دي شوي.

همداشان طالبانو لا د "اې پي" خبري ادارې د رپوټ په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG