لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو په افغانستان کې د هوایي بریدونو زیاتیدل گټور گڼي


د طالبالنو او داعش پر مرچلو باندې د هوایي بریدونو په زیاتوالي سره د ملگي وگړو د مرگ ژوبلې په هکله اندیښنې هم ډیرې شوې دي.

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د احتمالي زیاتوالي دمخه په دې هیواد کې د طالبانو او داعش پر مرچلو باندې د امریکا د پوځ هوایي حملې په پام وړ کچه زیاتې شوې دي.

تیر کال په افغانستان کې امریکایي پوځیانو ۱۰۷۴ هوایي حملې کړې وې، خو د رویترز اژانس د رپوټ له مخې د ٢٠١٧ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې نه د اکست تر شلمې پورې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د هوایي بریدونو شمیر ٢٢۴۴ ته لوړ شوی دی.

د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت یو ویاند د امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو اوسنی زیاتوالی ددې قواو د عملیاتي صلاحیتونو د ډیریدو نتیجه ده چې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د ٢٠١٦ کال د جون په میاشت کې د خپلې واکمنۍ پر وخت منظور کړي وو.

ویلیم سالوین وویل چې د صلاحیت په دغه زیاتوالي سره بهرني ځواکونه توانیدلي دي چې په افغانستان کې د داعش ضد جگړه کې لاس ته راوړنې ولري او همداشان د یاغیانو پر ضد عملیاتو کې د افغان همکارانو ملاتړ وکړي.

د امریکا جنگي الوتکو د روان کال د اپریل په ١٣ د افغانستان په ختیځ کې د داعش پر مرچلو باندې خپل تر ټولو ستر غیر اټومي بم چې "د بمونو مور" گڼل گڼل شوې وغورزاوه.

د ملکي وگړو مرگ ژوبله

په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو په گډون د امریکایي پوځیانو د هوایي حملو زیاتیدلو په دې هیواد کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د ډیریدو په هکله اندیښنې زیاتې کړې دي.

د لوگر ولایت په مرکز کې د سه شنبې د شپې هوایي برید د سیمې د اوسیدونکو په وینا ١٣ ملکي کسان وژلي او ١١ تنه نور یې ټپیان کړي دي، که څه هم چې محلي مقامات وایي په دې برید کې ټول وژل شوي او ټپي شوي کسان د دولت وسله وال مخالفین وو نه ملکي وگړي.

د دوشنبې په ورځ هم ادعا شوې وه چې د هرات د شینډنډ په ولسوالۍ کې هوایي حمله د ١٦ ملکي وگړو د وژنل کیدو او شپږو تنو د ټپي کیدو سبب شوې وه. خو د افغانستان د دفاع وزارت په غوڅه توگه دغه ادعا رد کړه او وویل چې د مستندو شواهدو او اسنادو په اساس ددې برید ټول وژل شوي کسان "د دښمن جنگیالي" وو.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندویه هیات یا یوناما په افغانستان کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان ځواکونو او بهرنیو قواو په هوایي حملو کې د ملکي مرگ ژوبلې په هکله په یو رپوټ کې د ۹۵ ملکي کسانو د وژل کیدو او د ۱۳۷ ملکیانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی چې دا شمیره د ٢٠١٦ کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG