لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهد اپریدی: په افغان شپږیزه لیګ کې لوبیږم


Shahid-Afridi
Shahid-Afridi

د پاکستان پخواني کپټان او مشهور لوبغاړي شاهد اپريدي تاید کړه چې د افغانستان د کرکټ په شپږیزه لیګ سیالیو کې لوبیږي.

اپریدی به د سپین غر په لوبډلې کې لوبیږي. د دغې لوبډلې مالک هم ویلي وو چې اپریدي سره یې تړون لاسلیک کړی او هغه به کابل ته د لوبو لپاره ورځي.

شاهد اپریدي د چهارشنبې په ورځ (اګست ۳۰) په خپل رسمي ټویټر کې ولیکل" زه د افغانستان د ۲۰ اورونو په کرکټ لیګ کې لوبیږم. د کرکټ له لارې به سولې ته کار او ننګه یې کوم. زه چې هر چېرته ځم، د پاکستان استازیتوب کوم".

زرګونو کسانو د شاهد اپریدي دغه ټویټ خوښ کړی، شریک کړی او په اړه یې تبصرې لیکلي دي. په عمومي ډول تبصرې مثبتې دي او د سولې په برخه کې یې د اپریدي هڅې ستایلي دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړي کریم صادق اپریدي ته لیکلي "شاهده وروره! خدای مو راوله. له لوبو به خوند واخلې. دا دې خپل کور دی".

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني غړي او د الف لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي هم شاهد اپریدي ته لیکلي دي "شاهد خانه! ته به دلته په افغانستان کې خپل قدر وګورې".

د افغانستان کرکټ بورډ وايي شپږیزه لیګ به د سپتمبر په ۱۱ پیلیږي چې ټولټال شپږ لوبډلې په کې له یو بل سره لوبیږي. دا لوبې د کرکټ د نړیوالې شورا سره هم رسمي دي چې سږکال پرې سلګونه زره ډالر پانګونه وشوه.

ټاکل شوې چې په افغان لوبغاړو سربېره یو شمېر بهرني لوبغاړي او روزونکي هم په شپږیزه کې برخه اخلي. خو دا به لومړی ځل وي چې شاهد اپریدی د کرکټ لپاره کابل ته ځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG