لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان سولې په لار کې خنډ د بهرنو ځواکونو موجودګي ده، افغان طالبانو مشر


هغه ويلي په افغانستان کې د سولې په لار کې غټ خنډ د بهرنو ځواکونو موجودګي ده.
هغه ويلي په افغانستان کې د سولې په لار کې غټ خنډ د بهرنو ځواکونو موجودګي ده.

د افغان طالبانو مشر د شورو يا چهارشنبې په ورځ ویلي د امريکا او نېټو ځواکونه دې د افغانستان نه ووځي دغسې کېدل به د وسله والو عملياتو ختمېدو ته لار هواره کړي.

مولوي هبت الله اخندزاده د لويې اختر په موقع خپلو پلويانو ته په جاري کړي بيان کې دغه خبره کړې ده.

هغه ويلي په افغانستان کې د سولې په لار کې غټ خنډ د بهرنو ځواکونو موجودګي ده.

هغه ویلي " د افغانستان د مسلې حل د اسلامي امارت د تګلارې مهمه برخه ده ،د همدې لپاره یې سیاسي دفتر ته د سوله يیز حل د موندلو دنده سپارلې ده".

هغه د نيمې نه په زيات افغانستان د خپل انتظام لرلو ادعا کړې، او ویلي یې دي ټول ملک به په خپله ولقه کې اخلي، هغه دا ادعا هم کړې ده چې په کومو سيمو کې طالبان موجود دي هلته د خلکو ژوند، مال او عزت خوندي دي.

طالب مشر ويلي ګاونډي هېوادونو دې دویې د ځان دپاره خطر نه ګڼي، هغه ویلي، " باید ووایم چې موږ آزاد، مستقل او مترقي افغانستان غواړو".

طالبانو د کال ۲۰۰۶م نه تر ۲۰۰۱ پورې افغانستان په خپل لاس کې ساتلی اوسخت اسلامي قوانين يې په ځای کړي وو، د طالبانو په واکمنۍ کې شيعه مسلمان او نورې لږکۍ ځورول کېدی او ښځو ته د تعليم ترلاسه کولو دپاره د کور نه بهر وتل منع ؤ.

د طالبانو د مشر دغه بيان د امريکې د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا دپاره د خپلې پاليسۍ تګ لارې اعلانولو اوونۍ وروستو مخې ته راغلی دی.

امريکايي صدر په افغانستان کې د جګړه یيزو ماموريتونو غځولو او هلته د امریکايي ځواکونو سېوا کولو ویلي دي چې دافغان طالبانو په ضد د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

د صدر ټرمپ د تګ لارې هدف په طالب وسله والو فشار سېوا کول دي چې د سولې خبرو ته يې کښېنوي.

د امريکې دافغانستان په اړه پاليسي په داسې حال کې مخې ته راغلې چې طالب وسله والو په ټول هېواد کې په افغان ځواکونو بريدونه سېوا کړي او ځينې علاقې يې هم نيولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG