لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بېنظيربټو د وژنې مقدمه فېصله، مشرف اشتهاري، پوليس افسران جېل، ۵ بري


بېنظيربټو په ۲۷م دسمبرکال ۲۰۰۷م کې د پېنډۍ په لياقت باغ کې د جلسې وروستو په ځانمرګي بريد کې وژل شوې وه،
بېنظيربټو په ۲۷م دسمبرکال ۲۰۰۷م کې د پېنډۍ په لياقت باغ کې د جلسې وروستو په ځانمرګي بريد کې وژل شوې وه،

د پاکستان د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بټو د وژنې د مقدمې فېصله نزدې لس کاله وروستو د راولپنډۍ د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت نن واوروله، پروېزمشرف يې اشتهاري کړو، دوه پوليس افسران يې پکې جېل ته ولېږل او پينځه مرکزي تورن ملزمان يې بري کړه.

بېنظيربټو په ۲۷م دسمبرکال ۲۰۰۷م کې د پېنډۍپه لياقت باغ کې د جلسې وروستو په ځانمرګي بريد کې وژل شوې وه، په دغه پېښه کې د ۲۰ نه زيات نور کسان هم وژل شوي وو.

د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت قاضي اصغرخان په خپله فېصله کې د هغه وخت پوځي صدر پروېزمشرف اشتهاري ګرځولی او د هغه د جايداد د قرقي کولو امر يې کړی دی.

پخوانی پوځي امر چې دا وخت په بهر ملک کې دی په هغه باندې په کال ۲۰۰۷م کې په ملک کې د اېمرجنسي لګولو او سترې محکمې د ججانو نظربند کولو په تور کې د ائين ماتولو او لال جومات د اپرېشن په اړه مقدمې هم روانې دي .

عدالت په فېصله کې د هغه وخت د راولپنډۍ د پوليس سي سي پي او سعود عزيز او اېس پي خرم شهزاد مجرمان ګرځولي دواړو ته يې ۱۷، ۱۷ کاله بند او پينځه پينځه لاکه روپۍ جرمانه اورولې ده.

په مقدمه کې بند پينځه مرکزي تورن کسان اعتزازشاه، حسنېن ګل، شېرزمان، محمدرفاقت او قاري رشيد احمد بري کړی شوي دي، راپورونه وايي د دغو کسانو تعلق د تحريک طالبان پاکستان سره دی.

سرکاري وکيل ويلي د بري کړی شوؤ ملزمانو په ضد به عدالت کې اپيل کوي او د پوليس افسرانو وکيل هم د بيا اپيل کولو ويلي دي.

په نيول شوؤ کسانو کې حسنېن ګل او رفاقت حسېن پوليس په تحقيقاتو کې ویلي د بېنظيربټو د وژنې منصوبه يې د طالبانو مشر بېت الله محسود سره په ګډه جوړه کړې وه.

راپورونه وايي بېنظيربټو باندې ځانمرګی بريد بلال نومې تن کړی ؤ.

فېصله کې سزاوار پوليس افسران د عدالت د کمرې نه نيول شوي او د فېصلې ترمخه پوليس افسرانو ته د چاؤدنې د موقعې زر وينځلو او شواهدو لرې کولو په سر ورته سزا ورکړی شوې ده.

راپورونه وايي په مقدمه کې بېت الله محسود ، عبادالرحمان، عبدالله ، اکرام الله ، او شاهد نومې تن هم تورن ؤ او عدالت اشتهاريان ګرځولي خو دغه ټول کسان وژل شوي دي.

د پيپلزپارټۍ مشرې او دوه وزيراعظمې پاتې کېدونکې بېنظير بټو د وژنې د مقدمې په فېصله راتلو په سمدستي ډول ياد ګوند غبرګونه دی ويلي، خو د ګوند يو مشر نيئرحسېن بخاري رسنیوسره په خبرو کې ویلي، په فېصله مطمئن نه دي.

په ۲۹ فرورۍ 2008 د مقدمې اورېدنه پېل شوې ۳۰۰ اورېدنې يې شوي شپږ ججان پکې بدل شوي او د ۶۷ ګواهانو بيانونه پکې ريکارډ شوي دي.

په کال ۲۰۰۸م د برطانیې سکاټ لېنډيارډ د دغه پېښې پلټنې کړې او بيا د پيپلزپارټۍ حکومت بيا د ملګرو ملتونو نه د پلټنو کولو ويلي ؤ.

د ملګرو ملتونو درې کسيزه ډلې په کال ۲۰۱۰م کې په خپل رپورټ کې ویلي که د هغه وخت پوځي صدر پروېزمشرف بېنظير بټو له سيکيورټي ورکړی نو هغه د وژنې بچ کېدی شوه.

وروستو اېف ائي ای ته دغه مقدمه سپارل شوې او په کال ۲۰۱۳م کې پروېزمشرف او پوليس افسرانو باندې عدالت فردجرم لګولی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG