لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دلویې اختر په موقعه سخت حفاظتي انتظامات


خیبر پښتونخوا کې داختر په مهال د ورانکارۍ د کومې ممکنه پیښې مخنیوي دپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي .
خیبر پښتونخوا کې داختر په مهال د ورانکارۍ د کومې ممکنه پیښې مخنیوي دپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي .

په ګرد پاکستان اؤ زیاتره قبائیلي سیمو کې نن لویې اختر نمانځل کیږي اؤ خلک د سنت ابراهیمي تازه کولو په خاطر څاروي قرباني کوي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې داختر په مهال د ورانکارۍ د کومې ممکنه پیښې مخنیوي دپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي .

په پاکستان کې زیاتره وخت اختر په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي خو سږکال یوازې د څو قبائیلي سیمو پرته په ټول هیواد کې خلک په یوه ورځ اختر نمانځي.

دلویې اختر په موقعه په ټول پاکستان اؤ په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې په ټولو لویو جوماتونو، مهمو دولتي مقاماتو اؤ د سیلګرۍ په ځایونو په لویې شمیر کې پولیس اؤ د ایف سي ځواکونه پځایې کړل شوي دي.

داختر نه دوه ورځې اګاهو دپاکستان استخباراتي شبکو خبرداری ورکړی ؤ چې په دې اختر کې ورانکاري د ترهګرۍ د پيښو هڅې کولی شي ځکه نو باید امنیتي مقامات دخلکو امن ته چمتو اوسي.

ددغه خبرداري نه وروستو داختر په موقعه خلکو کې سخته ویره خوره وه اؤ د ویرې په په فضاء کې یې په جوماتونو کې داختر نمونځ وکړو.

د سندهـ ایالت په سرښار کراچۍ کې د متحده قومي موومنټ پاکستان په نوم د یوې سیاسي ډلې په یو مهم مشر خواجه اظهار الحسن نامعلومو وسله والو برید کړی چې پکې د یو عسکر په ګډون دوه درې تنه وژل شوي دي.

په ښاغلي حسن دغه برید په داسې حال کې شوی چې هغه د اختر د نمونځ کولو نه وروستو د جومات څخه کور ته روان ؤ چې دوؤ کسانو پرې ډزې وکړې.

په دغه ډزو کې خواجه اظهار الحسن ته څه زیان نه دی رسیدلی خو یو پولیس عسکر اؤ یو ماشوم وژل شوي اؤ په ځوابي ډزو کې یو برید کوونکی هم ژل شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG