لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفندیارخان:قبائیلي سیمې دې پښتونخوا کې ورګډې کړل شي


اسفندیار ولي خان وویل په یو هیواد کې د اولس دپاره دوه قانونونه د پوهې نه بهر خبره ده
اسفندیار ولي خان وویل په یو هیواد کې د اولس دپاره دوه قانونونه د پوهې نه بهر خبره ده

دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان دپاکستان په حکومت غږ کړی چې دهیواد قبائیلي سیمې دې سمدستي په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې اؤ ددغو سیمو نه دې دایف سي ار تور قانون ختم کړی شي.

په چارسده کې د اختر د نمونځ نه وروستو خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي اسفندیار خان ویلي حکومت چې قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو پځایې کولو اؤ دفاټا خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډولو کومې ژمنې قبائیلي اولس سره کړي اوس دهغې نه د تیښتې لار ګوري.

هغه وویل قبائیلي اولس که دپاکستان برخه ګڼل کیږي نو پکار ده چې بیا ورله دیو عام پاکستاني وګړي په څیر ټول بشري، بنیادي سیاسي اؤ جمهوري حقونه هم ورکړل شي.

اسفندیار ولي خان وویل په یو هیواد کې د اولس دپاره دوه قانونونه د پوهې نه بهر خبره ده اؤ قبائیلي اولس نور نه دی تیار چې دایف سي ار په میچنه کې دل شي ځکه نو دهغوئ غوښتنې ته باید غوږ ونیول شي.

په دغه مهال دعوامي نیشنل ګوند مشر په پښتون ملت پاله مشر محمود خان اڅکزئ اؤ مولانا فضل الرحمان هم سخت ټکونه وکړل اؤ وئ ویل انګریز چې د پښتنو د ویش دپاره کومه کرښه راښکلې محمودخان اڅکزئ اؤ مولانا فضل الرحمان ددغه کرښې ساتنه اؤ‌ پالنه کوي چې دا د پښتنو په ګټه نه ده.

دپاکستان قبایلي سیمې چې په اووه ایجنسو او شپږو نیمو قبیایلي علاقو (اېف ار)مشتمل دي، دغلته د موجود اېف سي ار قانون لاندې ټولې فېصلې په یواځې سر پولیټیکل ایجنټ کوي،

د دغه سیمې خلکو ته د نور ملک په څیر اساسي بشري حقونه نشته او اوس د دغه سيمې خلک غوښتنه کوي چې د تور قانون نه دې خلاص کړی شي او په خېبرپښتونخوا صوبه کې دې شامل کړی شي.

د روان کال د مارچ په میاشت کې دپاکستان د مرکزي کابینې غونډې نه فاټا کې داصلاحاتو له منظوریدو وروستو د پخواني وزیراعظم نوازشریف صلاح کار سرتاج عزیز ویلي وؤ چې د پارلمان څخه فاټا کې د اصلاحاتو ددغه قانوني مسودې منظوریدو نه پس به دپینځوؤ کالو موده ددې د عملي نفاذ دپاره په ائین کې ضروري بدلونونه کولی شي.

هغه داهم ویلی وؤ‌ چې ددغو بدلونونو دلارې به قبائیلي سیمې خیبر پښتونخوا کې ورګډولی اؤ د فاټا خلک به ددې جوګه کولی شي چې د کال 2018 م په ټولټاکنو کې صوبایي اسمبلۍ ته خپل منتخب استازي ولیږي.

سرتاج عزیز ژمنه کړې وه چې د فاټا دپاره به شل زره خاصه دار عسکر بهرتي کولی اؤ د پيښور ایالتي محکمه به تر قبائیلي سیمو ورغځولی شي خو دحکومت دغه ژمنې لا سرته رسیدلي‌ نه دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG