لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبايلي سيمو کې اوس هم سکولونه ويجاړ پراته دي


خېبرپښتونخوا کې ۴۸ فيصده پرائمري او هايي سکولونه داسې دي چې ودانۍ يې نيمګړې يا پوره نه دي.
خېبرپښتونخوا کې ۴۸ فيصده پرائمري او هايي سکولونه داسې دي چې ودانۍ يې نيمګړې يا پوره نه دي.

د پاکستان په قبايلي سیمو کې د کلونو پورې روان تندلاريتوب او په ضد يې پوځي عملياتو کې په سيمه کې د نورو ودانو سره سکولونه هم تباه شوي وو.

د پاکستان د حکومت د شمېرو ترمخه په قبايلي سيمو کې د جينکو د ۱۱۰۰ نه زيات سکولونه وران يا په بشپړ ډول تباه کړی شوي وو.

او د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په سیمه کې يې ۹۰۰ سکولونه بيا جوړ کړي خو اوس هم په سلګونو سکولونه هاغه شان وران پراته دي.

پوهان وايي حکومت دې په سمدستي ډول په قبايلي سيمه کې د ويجاړو سکولونو جوړولو دپاره اقدامات وکړي.

تعليم پوهه ای اېچ نيئر بخاري وي او ای سره په خبرو کې ويلي، "په قبايلي سیمه کې په تعليمي ادارو ډېرې بدې اغېزې شوي دي، طالبانو تعليمې ادارې تباه کړي دي، سکولونه يې ويجاړ کړي او په خصوصي توګه د جينکو سکولونه، او ترڅو چې په قبایلي علاقو کې سکولونه په بشپړ ډول نه وي بيرته جوړ کړی شوی هلته ځوان کُول ته د ژوند نه تمه ورکول به ډېر ګران وي".

هغه وويل " دا ضروري ده چې په قبايلي سيمه کې د ځوانانو دپاره د تعليم دروازې خلاصې کړی شي په خصوصي توګه د جينکو دپاره ځکه چې دويې هم د نور ملک د وګړو په رنګ په ژوند کې څه حاصل کړي، حکومت دې د دوي سکولونه بیرته جوړ کړي او ټولې وسیلې دې هلته وکاروي".

په سيمه کې د پاکستاني طالبانو په ضد د پوځي عملياتو نه بې کوره شوي خلک بیرته ستنيږي. د ملګرو ملتونو د شمېرې ترمخه د قبايلي سيمو نه ۹۵ زره کورنۍ د پاکستان نورو ښارونو او نزدې د افغانستان خوست صوبې ته کډه شوې وې.

د پاکستان پوځ وايي سیمه يې وسله والو نه پاکه کړې او هلته د خلکو بيرته تلو لړۍ روانه ده.

په تېرو څو کلونو کې وسله والو ډلو په قبايلي سیمو او خېبرپښتونخوا کې تعليمي ادارې او سکولونه په هدف کړي وو.

د ځايي مطبوعاتي راپورونو ترمخه خېبرپښتونخوا کې نزدې ۵۸ فيصده ماشومان چې عمرونه يې د پينځه ؤ نه تر ۱۶ کالو پورې دي د سکولونو نه بهر دي، او د دې علتونه تندلاريتوب، غربت او د سکولونو کموت ښودل کيږي.

د الف اعلان نوې ادارې د شمېرې ترمخه خېبرپښتونخوا کې ۴۸ فيصده پرائمري او هايي سکولونه داسې دي چې ودانۍ يې نيمګړې يا پوره نه دي.

د ملګرو ملتونو د رپورټ ترمخه پاکستان ۶۰ کاله د هايي سکول د تعلیم او ۵۰ کاله د پرايمري تعليم نه وروستو دی. د پاکستان په کليوالو غريبو علاقو کې د ښځو د تعليم شرح ۱۴ فيصده او سړو ۶۴ فيصده ده. نزدې اووه ملينه پاکستاني ځوانان سکولونو ته نه ځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG