د پاکستان نه سعودي عرب ته د حج دپاره تلو کسانو د بیرته ملک ته راستنېدو لړۍ د چهارشنبې د ورځې نه پېل کيږي.
سږ کال د پاکستان نه يو لاک او ۷۸ زره حاجيان د حج فریضې ادا کولو له تلي وو. په دغو حاجيانو کې يو لاک اووه زره ۵۲۶ د سرکاري سکيم لاندې او ۷۱۰۰۰ په شخصي توګه د حج ادا کولو له تلی وو.
حاجيان د جولايۍ په مياشت کې تلي او د واپسۍ سلسله يې دوه ورځې وروستو پېل کيږي او تر د اکتوبر د مياشتې د ۵ م نېټې پورې به روانه وي.
د چارواکو په وېنا حاجيان به بيرته د پاکستان د دولتي هوايي شرکت پي ايي ای ترڅنګ په شاهين او سعودي ائيرلائن الوتکو کې بيرته راځي.
د حاجيانو راوړونکې الوتکې به د کراچۍ، لاهور، اسلام اباد، پېښور، کوئټې او ملک په نورو هوايي اډو هم راکوزيږي.
سږکال د حج د فریضې ترسره کولو دپاره د ټولې نړۍ نه خواوشا ۲۰ لکه کسان سعودي عرب ته رسیدلي وو.
د چهارشنبې په ورځ د افغان حاجيانو د بيرته خپل هېواد ستنېدو لړۍ هم پېل کيږي.
د افغان چارواکو په وېنا سږ کال د افغانستان نه ۳۱ کسان د حج د فريضې ادا کولو له تلي وو.
د سعودي عرب د مکې ښار ګورنر خالدالفېصل د يکشنبې يا اتوار په ورځ په رسمي ډول د حج د مراسمو ختمېدو اعلان کړی ؤ.
ګورنر ويلي سږ کال د حج په مهال کومه بده پېښه نه ده رامنځته شوې.