لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت د وسله والو ډلو په اړه د برېکس د اعلاميې هرکلی کړی


د برېکس په اعلامیه کې ويل شوي په سمدستي ‌ډول دې افغانستان کې تشدد ختم کړی شي.
د برېکس په اعلامیه کې ويل شوي په سمدستي ‌ډول دې افغانستان کې تشدد ختم کړی شي.

د افغانستان حکومت د وسله والو ترهګرو ډلو په اړوند د برېکس د غړو هیوادونو د اعلاميې هرکلی کړی دی.

د بریکس په نوم د نړۍ د پنځو هیوادونو ټولنې د دوشنبې په ورځ د خپلې غونډې په پای کې، په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په پراختیا اندیښنه ښودلې ده. او په افغانستان کې یې د وسله ‌والو طالبانو او داعش ډلې د تاوتریخوالي غندنه کړې.

د برېکس په اعلامیه کې ويل شوي په سمدستي ‌ډول دې افغانستان کې تشدد ختم کړی شي.

برېکس په خپله اعلاميه کې طالبان، داعش، القاعده او دې سره اړونده نورې وسله والې ډلې چې د ختيځ ترکمانستان اسلامي تحريک، د ازبکستان اسلامي تحريک، حقاني نېټ ورک، لشکر طيبه، جېش محمد، تحریک طالبان پاکستان او حزب التحریر شامل دي. دغه وسله والې ډلې د سيمې دپاره خطره ګرځول شوي دي.

د افغان صدارتی ماڼۍ ارګ د مطبوعاتو د دفتر مشر شاه حُسین مرتضوي وي او ای ته ویلي، د برېکس وروستی دریځ د ترهګرۍ په اړه د هیوادونو نوی درک دی، چې په وینا یې اوس هیوادونه په دې پوهیدلي، چې ترهګرې ډلې یواځې افغانستان ته نه بلکې ټولې نړۍ او بشریت ته ګواښ دی.

مرتضوي وویل "موږ هیله لرو چې دا درک لا پسې پیاوړی شي، ترڅو هېوادونه په ګډو همکاریو او ګډ درک له دې ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، مونږ د بریکس ډلې له وروستي دریځ څخه هرکلی کوو".

مرتضوي ويلي، چې د افغانستان د ترهګرۍ په ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او افغان امنیتي ځواکونه د نورو هیوادونو په مقابله کې د ترهګرۍ په خلاف مبارزه کې هره ورځ قُرباني ورکوي.

برېکس په وړومبي ځل خپله اعلاميه کې د هغو وسله والو ډلو نومونه هم شامل کړي دي چې د سيمې امنيت ته خطره دي اوپه دغو کې د څوومرکزونه په پاکستان کې دي.

هند د دغه اعلامیې هرکلی کړی کومه چې د چين ښار شيامين کې کېدونکې غونډه کې شوې ده، هند ویلي دا اعلان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې يو مهم قدم دی.

برېکس کې روس، هند، چين او جنوبي افريقه شامل دي.

پاکستان چين تر ټولو زيات خپل نزدې ملګری ګڼي، چې د نړۍ تر ټولو نه زياتې باوري او نزدې اړيکې يې د چين سره دي.

چين هم په تېر وخت کې د پاکستان د دريځ ملاتړ کړی دی.

د بریکس غړو هیوادونو په خپل بیان کې، په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د شتون یادونه کړې ده او په ځانګړي ډول یې د لښکر طیبه او جیش محمد ډلې فعالیتونه غندلي دي.

دغې ټولنې د ترهګرو ډلو او د هغوی د ملاتړو پر محاکمه کولو ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د اړوندو هیوادونو حکومتونه زمه وار بللي دي.

د بریکس په ټولنه کې روسیه، چین، هند، جنوبي افریقا او برازیل غړیتوب لري.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG