لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان سولې په عمل کې د امريکا او نېټو ملاتړ کوو، جنرال باجوه


د ښاغلي قمرباجوه دغه خبرې د پوځ مرکز (جي اېچ کيو) کې د چهارشنبې په شپه د دفاع د ورځې په مناسبت راجوړې دستورې ته وېنا کړې ده.
د ښاغلي قمرباجوه دغه خبرې د پوځ مرکز (جي اېچ کيو) کې د چهارشنبې په شپه د دفاع د ورځې په مناسبت راجوړې دستورې ته وېنا کړې ده.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېدباجوه ويلي، "امريکا سره د تازه اړيکو په اړوند د قام جذبې په ډاګه دي امداد نه عزت او باور غواړو، مونږ به د امريکا او نېټو د هر هغه عمل ملاتړ کوو چې په سيمه کې په عمومي او په افغانستان کې په خصوصي ډول د سولې لار هواروي، ولې زمونږ د امنيت په اړوند اندېښنې هم حل کول پکار دي".

ښاغلي قمرباجوه دغه خبرې د پوځ مرکز (جي اېچ کيو) کې د چهارشنبې په شپه د دفاع د ورځې په مناسبت راجوړې دستورې ته په وېنا کې کړي دي.

هغه وويل، "مونږ افغانستان ته د خپل وس نه سېوا د اوږې ورکولو هڅه کړې خو مونږ د افغانستان جګړه په پاکستان کې نشو کولی، مونږ په نېک نيتۍ سره په افغانستان کې د خبرو او امن دپاره هڅې کړي خو افغانستان يو خپلواکه هېواد دی او په خپلو فېصلو کولو کې ازاد دی".

ښاغلي باجوه وويل " که چرته نن هم د افغان ډلو لار يواځې جنګ پله ځي نو مونږ د دې جنګ برخه نشو جوړېدی، ولې دا ضرور کولی شو چې په بشپړ ډول په بې طرفه پاتې کېدو د افغان کډوالو زر او په باعزته ډول بيرته تګ کې مرسته وکړو او خپله پوله خوندي او په دغه لړ کې مونږ په پوله ۲۶۰۰کلوميټر ازغن تار لګوو د ۹۰۰ نه زیاتې پوستې جوړؤ او قلاګانې دهغې نه علاوه دي".

جنرال باجوه دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې تېره مياشت د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړه اعلان کړې خپلې پاليسۍ کې په پاکستان سختې نیوکې کړي چې د امريکا نه په اربونو ډالره اخلي خو پخپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي.

صدرټرمپ ویلي پاکستان د هاغو ترهګرو مرسته کوي چې امریکا یې په ضد جګړه کوي او امریکا به نوره په دغسې کېدو غلې پاتې نه شي.

د ډونلډټرمپ د دغو خبرو وروستو پاکستان د امريکا د ځانګړې استازې دپاکستان سفر ځنډولی او د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف هم د امريکې خپله سفر وروستو کړی دی.

د لويې اختر په ورځ افغان صدر اشرف غني پاکستان ته د سولې پېغام ورکړی ؤ چې افغانستان ورسره د هر اړخیزو سیاسي خبرو اترو دپاره تیار دی خو پاکستان باید په دې پوهه وي چې افغانستان یوه داسې دعزت نه ډکه سوله غواړي چې د سیاسي نظر زیږنده وي.

اشرف غني په سپینو ټکو کې وویل چې” دا خبره دې ټولو ته روښانه وي چې هیڅوک مو په زوره کوم کار ته نه شي اړ کولی خو د دلیل په اساس دسیمې امن دپاره هر ډول ګامونو اخستو نه ډډه نه کوو.

دوه ورځې وړاندې د نړۍ پينځه راولاړېدونکو معاشي قوتونو (ملکونو) د برېکس تنظیم سرمشرانو په چین کې په خپله غونډه کې په افغانستان کې د امن ملاتړ او هلته يي د ترهګرو بریدونو غندنه کړې،او په جنوبي ایشیا کې د تشدد راپارونکو هغه تنظیمونو د تشدد مخالفت يي وکړو چې ځینې پکې په پاکستان کې شتون لري.

که څه هم پاکستاني په خپله خاوره د طالبانو، د القاعده او دداعش په رنګ ډلو د موجودګۍ خبره ردوي خو خپله دغوګوندونو په پاکستان کې د ګڼ شمیر حملو ذمه وارۍ قبولې کړي دي.

ددغه ډلو نه علاوه د برېکس تنظیم (چين، هند، روس، برازيل او افريقا) مشرانو د چین ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ، د ازبکستان اسلامک مومنټ اف ازبکستان، حقاني ډلې، لشکر طیبه، جیش محمد، تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او حزب التحریر د تشدد غندنه هم کړې ده.

د پاکستان د پوځ سرلښکر په وېنا کې د ترهګرۍ په ضد د پاکستان د قربانو يادګېرنه کړې چې ډېرې قربانۍ يې ورکړي دي هغه زیاته کړې ويل کيږي چې مونږ د بې د څه فرقه عمليات نه کړي خو پاکستان ډېر (ډو مور) وکړه اوس د دنيا پېره ده.

افغانستان د برېکس د اعلاميې هرکلی کړی او پاکستان رد کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG