لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسۍ کې په بمبارۍ هدف شوې کورنۍ ته د ديت ورکولو امر


په قبايلي علاقوکې د پوځي عملياتو په مهال د عامو خلکو دوژنو پېښې له دې وړاندې هم رامنځته شوي دي.
په قبايلي علاقوکې د پوځي عملياتو په مهال د عامو خلکو دوژنو پېښې له دې وړاندې هم رامنځته شوي دي.

د خېبرپښتونخوا صوبې سترې محکمې (هائيکورټ) امر کړی چې په قبايلي علاقه خېبرايجنسۍ کې د امنيتي ځواکونو په بمبارۍ کې د يوې کورنۍ وژل شوؤ خپلوانو ته دې په يوه مياشت کې ديت ورکړی شي.

قانون پوهه قادرخان وايي، "ديت د اسلامي قانون ترمخه په تېروتنه وژنې یا د قتل خطا مالي معاوضې ته ويلی شي او دا په هغه صورت کې ورکړی کيږي چې د وژل شوي وارث يا وارثان قاتل ته په خطا يا قصداََ وژنه کې بخښانه وکړي".

د پېښور هائيکورټ د خېبرايجنسۍ د تيراه علاقې کوکي خېل قبيلې سره تعلق لرونکي يو تن فردخان په خواست دا فېصله اورولې ده.

خواست کوونکي عدالت ته ویلي ؤ چې په ۲۴م جولايۍ ۲۰۱۴م پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې د الوتکو د لارې په يو کور بمباري کړې وه.

د بمبارۍ له امله خواست کوونکی په خپله ژوبل شوی، د هغه ښځه، درې زامن او دوه لوڼو په ګډون شپږ تنه وژل شوي وو.

د خواست کوونکي په وېنا امنیتي ځواکونو ته وروستو معلومه شوې وه چې بمبارۍ کې يې بې ګناه کورنۍ په نخښه کړې وه.

خواست کوونکي عدالت ته ویلي، د امنيتي ځواکونو دا عمليات دې د وژنو يا قتل عمل وبلل شي د دې د پلټنو امر دې وکړي او د کوتاهۍ کوونکو په ضد دې قانوني اقدام وشي.

د پېښور هائيکورټ دوه ججانو جسټس قېصررشيد او جسټس ناصرمحفوظ دوه کسيزه بنچ امر کړی حکومت دې په يوه مياشت کې دننه اغېزمنې کورنۍ ته د دیت پېسې ورکړي.

عدالت ويلي که په يوه مياشت کې امر عملي نشو نو د اوړنده چارواکو په ضد به د عدالت د سپکاوي لاندې اقدام وکړی شي.

د خواست کوونکي وکیل عمادانجم ويلي په قبايلي علاقو کې په پوځي عملياتو يا ترهګرۍ نه اغېزمنو کورنو ته هيڅ قسمه معاوضه نه ورکړی کيږي ځکه د دغه کورنۍ مشر عدالت ته خواست کړی ؤ.

خېبرايجنسۍ او نورو قبايلي سیمو کې په تېرو څو کلونو کې پوځي عمليات شوي او اوس هم په ځينو سیمو کې دوام لري.

په قبايلي علاقوکې د پوځي عملياتو په مهال د عامو خلکو دوژنو پېښې له دې وړاندې هم رامنځته شوي، خو دا د خپل نوعيت لمړۍ پېښه ده چې پوځي عملياتو کې اغېزمنه کومه کورنۍ پېښور هائيکورټ ته راغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG