لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزئ:نړۍ دې دروهنګیانو ژغورنې ته راپورته شي


هغې ویلي اوس د میانمر نه د بې کوره شوؤ خلکو شمیره لکونو ته رسیدلې ځکه نو په دغه بشري فاجعه نور غلي پاتې کیدل پکار نه دي.
هغې ویلي اوس د میانمر نه د بې کوره شوؤ خلکو شمیره لکونو ته رسیدلې ځکه نو په دغه بشري فاجعه نور غلي پاتې کیدل پکار نه دي.

دنوبل جائزه ګټونکې پښتنې پیغلې ملاله یوسفزئ په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د روهنګیا مسلمانانو د ژغورنې دپاره په سمدستي ډول راپورته شي .

هغې ویلي اوس د میانمر نه د بې کوره شوؤ خلکو شمیره لکونو ته رسیدلې ځکه نو په دغه بشري فاجعه نور غلي پاتې کیدل پکار نه دي.

دمیانمر په رکهائن ریاست کې د روهنګیانو په ضد دپوځ لخوا وروستو له هغې عملیات پیل شوي چې په تیره موده کې د روهنګیا تندلارو دپولیسو په امنیتي پوستو بریدونه کړي وؤ.

دمیډیا راپورونو له مخې په دغو پوځي عملیاتو کې په سوؤنو روهنګیا مسلمانان وژل شوي ، دهغوئ د ۷۰۰۰ؤ نه زیات کورونه سوځول شوي اؤ په لکونو خلک دخپلو کورونو نه بې کوره شوي دي.

د برتانوي خبري شبکې سره خبرو کې ملاله یوسفزئ د میانمر دمشرې انګ سان سوچي څخه غوښتنه کړې چې د روهنګیا مسلمانانو دحقونو دپاره دې غږ پورته کړي.

هغې وویل دا سوچ ډیر بوګنوونکی دی چې د وګړو نه دهغوئ د وګړتوب اؤ هیواد کې د اوسیدلو حق تروړل کیږي.

هغې وویل د روهنګیانو سره کیدونکی ناروا چلند د بشري حقونو مسله ده اؤ دنړۍ حکومتونه باید په دې خپل غبرګون وښایي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG