لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي طالبان به جګړې ګټلو ته پرې نه ږدي


ایلیس ویلز
ایلیس ویلز

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانگړي استازي د دفتر سرپرسته ایلیس ویلز وایي امریکا به طالبان په جنگ کې بریالیتوب ته پرینږدي او داسې شرایط به برابروي چې طالبان بالاخر د افغانستان د مسلې سیاسي حل او د مذاکراتو میز ته کښېنوي.

د امریکا غږ د خبریال افتخار حسین سره په یوه ځانگړې مرکه کې میرمن ویلز وویل خبرو ته د طالبانو د اماده کولو په خاصر امریکا د پاکستان په گډون د سیمې له هیوادونو سره اړیکې نیولي دي.

میرمن ویلز ددې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان او په عمومي کچه د جنوبي اسیا لپاره د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د نوې تگ لارې په رڼا کې به واشنگټن د پاکستان سره خپل تعلقات څه رنگه پرمخ بیایي، وویل "د افغانستان په اړه د نوې تگ لارې د اعلانولو په وخت ښاغلي ټرمپ په خاصه توگه د پاکستان نوم واخیست او وویل چې پاکستان باید د وسله والو په اړه خپل چلند سم کړي او په خپله خاوره د ترهگرو پناه ځایونه ختم کړي".

میرمن ویلز دا هم وویل چې امریکا د پاکستان سره له اوږدې مودې راهیسې ښه اړیکې لري او غواړي دغو اړیکو ته دوام ورکړي. هغې زیاته کړه، په دې پوهیږي چې پاکستان هم د ترهگرۍ پر ضد مبارزې کې قربانۍ ورکړي دي.

د پاکستان پوځ او نورو حکومتي مامورینو په پاکستان کې د ترهگرو د شتون په اړه د جمهور رئیس ټرمپ د څرگندونو سره مخالفت کړی دی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف دا مني او وایي ددې وخت راغلی دی چې پاکستان دا وپوښتي چې په خاوره یې موجودې وسله والې ډلې د هیواد سرمایه ده او که د هیواد په اوږو پروت پیټي دي.

ښاغلي ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي چې پاکستان ته پکار دي چې طالبان د خبرو اترو میز ته کښېنوي.

د تیر کال د جولايي په میاشت کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ لومړنۍ نیغ په نیغه خبرې د پاکستان په مري ښار کې د پاکستان په منځگړیتوب وشوې او ټاکل شوي وه چې د مذاکراتو دویم دور به هم کیږي. خو په پاکستان کې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې له رپوټونو وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ممکنه مذاکراتو هیلې ختمې شوې.

د اافغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانگړي استازي د دفتر سرپرستې امریکا غږ ته ویلي چې د افغانستان د مسلې حل په جنگ کې نه دی بلکه د هغې د حل لپاره باید سیاسي هلې ځلې وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG