لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زاخیلوال:افغانستان به دپاکستان دتنها کولو برخه نه جوړیږي


په دې وروستیو کې دافغانستان اؤ پاکستان اړیکې زیاتې خړې شوي ډي
په دې وروستیو کې دافغانستان اؤ پاکستان اړیکې زیاتې خړې شوي ډي

په پاکستان کې دافغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمرزاخیلوال ویلي افغانستان به په نړۍ کې دپاکستان د یوازې کولو دهڅو برخه نه جوړیږي.

خوهغه وایي افغانستان یو خپلواکه هیواد دی اؤ پاکستان ته به هم دافغانستان د خپلواکۍ درناوی کول وي.

په دې وروستیو کې افغانستان کې دپاکستان لخوا دلاسوهنې پسر دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې زیاتې خړې شوي دي اؤ افغان حکومت وایي پاکستان په افغانستان نااعلانه جنګ تپلی دی.

دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ دجوړجاړي دموقعو اؤ چیلنجونو په موضوع پلازمینه اسلام اباد کې یوې مباحثې ته وینا کې افغان سفیر ویلي افغانستان هیڅکله هند ته په ورنزدې کیدو پاکستان ته نقصان نه رسوي خو پاکستان ته به هم دهند اؤ افغانستان اړیکو ته په مثبت نظر کتل پکار وي.

هغه وویل پاکستان داسې ګڼې چې ګنې دافغانستان هرګام به داسلام اباد په خوښه وي خو افغانستان یو خپلواکه هیواد دی اؤ حق لري چې دخپلو ملي ګټو په تناظر کې پخپله خوښه اړیکې جوړې کړي یا ګامونه واخلي.

افغان سفیر چې د اولسمشر ځانګړی استازی هم دی وویل “دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د دوه اړخیزه اړیکو په حواله وضعه په چټکتیا سره تغیر مومي اؤ ددواړو هیوادونو ترمینځ داسې ګڼ شمیر شخړې شته چې هواري ته اړتیا لري”

هغه وویل پاکستان کې یوازې هاغه وخت دائمي امن ټینګیدلی شي چې افغانستان کې امن ټینګ شي ځکه نو پاکستان ته به دافغانستان دامن په ټینګښت کې خپل غوره کردار ترسره کول وي

نوموړي زیاته کړه ترڅو چې دواړه هیوادونه د بې ثباتۍ ښکار وي نو دسویلي اؤ مینځنۍ ایشیاء ترمینځ دپل کردار نه شي ادا کولی اؤ ددې نقصان به هم دواړو هیوادونو ته وي..

هغه ومنله چې دا مهال دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې دسختې بې باورۍ ښکار دي خو وئ ویل که په اخلاص دواړه هیوادونه دیو بل دهوساینې موقعې ولټوي نو دغه بې باوري له مینځه تللی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG