لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 پاکستان او ترکي د افغانستان په سر غږېدلي


د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف د ترکي سفر کړی او په انقره کې د ترکي د لوړ پوړو چارواکو سره په دغه اړوند غږېدلی دی.
د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف د ترکي سفر کړی او په انقره کې د ترکي د لوړ پوړو چارواکو سره په دغه اړوند غږېدلی دی.

پاکستان او ترکي په دې موافقه کړې چې د افغانستان د مسلې حل پوځي نه دی او په دې خبره یې زور راوړی چې د افغانانو په مشرۍ دې سيمه ييز قوتونه د افغانستان د سولې په بهير کې خپل رول ولوبوي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف د ترکي سفر کړی او په انقره کې د ترکي د لوړ پوړو چارواکو سره په دغه اړوند غږېدلی دی.

د سه شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنو چارو دفتر ویلي، خواجه اصف د ترکي صدر رجب طيب اردګان، وزيراعظم بن علي يلدرم خپل ترکي سيال ميولدچاوو سوغلو سره ليدلي د سيمې په امنيت او نورو دواړه اړخيزه امورو یې ورسره خبرې اترې کړي دي.

د اګست په میاشت کې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړه خپلې اعلان کړې تګ لاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.

د هغې وروستو د امريکې د پاکستان او افغانستان دپاره ځانګړې استازې سفر پاکستان ځنډولی او د خواجه اصف د واشنګټن سفر هم وروستو کړی شوی ؤ.

پاکستان ویلي د امريکايي پاليسۍ په اړه د سيمې د ملاتړ ترلاسه کولو دپاره د ګاونډي ملکونو دورې به کوي او د هغې وروستو به د امريکې د سفر پرېکړه کولی شي.

خواجه اصف د ترکي نه وړاندې د چين او ايران سفرونه هم کړي دي.

د خارجه دفتر د بیان ترمخه د ترکي صدر د پاکستان د بهرنو چارو وزير سره په ليدنه کې په دې خبره ټينګار کړی چې د سيمې د ثبات دپاره د افغانستان امن مهم دی، او پاکستان او ترکي به په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره په ګډه کار کوي.

ترکي د افغانستان په اړوند يو نړيوال فورم جوړ کړی کوم ته چې د (استنبول پراسس) نوم ورکړی شوی په غونډو کې يې د افغانستان د سولې او پرمختګ دپاره ځینې پرېکړې هم شوي دي.

د ترکي او پاکستان د بهرنو چارو وزيران په دې موافقه شوي چې د افغانستان د مسلې حل پوځي نه دی او د خبرو اترو د لارې به دواړوملکونه خپلې هڅې دوامداره ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG