لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دانصاف نړیواله محکمه نن دکلبهوشن یادیو قضیه اوري


کلبهوشن یادیو ته د پاکستان پوځي محکمې دمخبرۍ په تور دمرګ سزا اورولې ده
کلبهوشن یادیو ته د پاکستان پوځي محکمې دمخبرۍ په تور دمرګ سزا اورولې ده

ټاکل شوې ده پاکستان کې د جاسوسۍ په تور دبندیوان هندي وګړي کلبهوشن یادیو قضیه نن یو ځل بیا دانصاف نړیواله محکمه کې اوریدل کیږي.

کلبهوشن یادیو چې پاکستان یې د هندوستان پوځي افسر بولي د پاکستان پوځي محکمې ورته په لسم اپریل د مخبرۍ په تور د مرګ سزا اورولې ده.

هند ددغه سزا په ضد نړیوالې محکمې ته مراجع کړې اؤ دریځ یې خپل کړی چې کلبهوشن پاکستان کې مخبري نه کوله بلکې پاکستاني استخباراتو د ایران د خاورې څخه خپلې خاورې ته تښتولی دی.

دانصاف نړیوالې محکمې په ۱۸م مئ ددغه دوسیې تر بشپړې پریکړې دکلبهوشن دمرګ په سزا دعمل نه کولو امر کړی ؤ.

نن چهارشبنې په ورځ د پاکستان اؤ هند وکیلان یوځل بیا د انصاف دنړیوالې محکمې دقاضي روني ابراهم په وړاندې خپل،خپل دلائیل وړاندې کوي.

راپورونه وایي احتمال لري چې په ننۍ اوریدنه کې به هند محکمې ته لیکلي دلائل هم وړاندي کړي اؤ هڅه به وکړي چې کلبهوشن یادیو بې ګناه ثابت کړي.

هندي وګړي کلبهوشن یادیو ته د مرګ سزا د پاکستان یوې پوځي محکمې اورولې اؤ په پاکستان کې دننه اؤ بهر په پوځي محکمو نیوکه کیږي چې دغه محکمو کې ټولې دوسیې په پټه توګه څیړل کیږي اؤ هیڅوک نه خبریږي چې دغه پوځي محکمې د انصاف غوښتنې تر کومه حده پوره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG