لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حلیمه یعقوب دسینګاپور لمړۍ مسلمانه جمهور رئیسه


حلیمه یعقوب
حلیمه یعقوب

په سینګاپور کې د مسلمان اقلیت یوه غړې، میرمن حلیمه یعقوب جمهور رئیسه وټاکل شوه.

هغه نن د جمهوري ریاست د وفادارۍ لوړه کوي. دا لومړی ځل دی چې یوه مسلمانه په سینګاپور کې جمهور رئیسه ټاکل کیږي.

حلیمه یعقوب چې ۶۳ کاله عمر لري، پخوا د پارلمان رئیسه هم وه. د هغې سره د جمهوري ریاست پدې انتخاباتو کې بل چا رقابت نه درلوده.

میرمن یعقوب د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټلو نه وروسته وویل چې د ټول ولس جمهور رئیسه ده.

میرمن یعقوب د انتخاباتو د کمیسیون د اعلان نه وروسته د خلکو په منځ کې پداسې حال کې راښکاره شوی چې ټیکری یې په سر و. هغې خلکو ته په وینا کې وویل چې پرته له دې چې " نژاد، ژبه، مذهب او عقیده" په نظر کې ولري، د ټول ولس خدمت به کوي.

هغي د خلکو سره ژمنه وکړه چې " که انتخابات کيږي یا نه کیږي، زه به په پوره زیار، ټینګ تعهد او حوصله مندۍ د ټول ولس خدمت کوم."

د ۱۹۶۵ میلادي کال راپدیخوا چې سينګاپور خپله آزادي اخیستې، د خلکو د عمل ګوند پکې واکمني درولوده. اوسنی صدراعظم لي هسین لونګ د سینګاپور د بنسټ ایښودونکي ليک وان یو زوی دی.

(امریکا غږ اشنا څخه)

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG