لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملائشیا:دیني مدرسه کې داور لګیدو له امله ۲۲ طالبان مړه شوي


یښه د زیارت په سحر دپلازمینې کوالالمپور سره نزدې د بجلۍ د شارټ سرکټ په وجه رامینځته شوې ده.
یښه د زیارت په سحر دپلازمینې کوالالمپور سره نزدې د بجلۍ د شارټ سرکټ په وجه رامینځته شوې ده.

ملائشیا کې کې دیوې دیني مدرسې داستوګنې په خونه کې د اور لګیدول له امله ۲۴ طالبان مړه شوي دي.

دکوالالمپور پولیس وایي دغه پیښه د زیارت په سحر دپلازمینې کوالالمپور سره نزدې د بجلۍ د شارټ سرکټ په وجه رامینځته شوې ده.

داور وژنې دمحکمې یو چارواکي ابوعبیده محمد خبریالانو ته ویلي اور د مدرسې دطالبانو داستوګنې په خونه کې په دریم منزل لګیدلی ؤ چې دهغې له امله د زیاترو طالبانو ساه ګانې بندې شوې اؤ مړه شوي دي.
هغه ویلي ددغه خونې نه د وتلو یوازینۍ لاره د اور لمبو خپله غیږه کې اخستې وه چې له دې امله هیڅوک پخپل ژوند ژغورلو ونه توانیدل.

دپولیسو مشر امرسنګهـ وایي مړو شوؤ کې د دیارلسو کالو دعمر نه نیولې تر دوه ویشتو کالو طالبان اؤ دهغوئ استاذان شامل دي.

هغه وایي په ظاهره داسې بریښې چې دغه ټول کسان د زیات لوګي په وجه د ساه بندیدو له امله مړه شوي دي خو وروستو د اورلمبو هم دهغوئ مړي سوځولي وؤ.

دپولیس مشر وینا ده چې ددغه اور نه ۱۴ طالبان اؤ څلور استاذان ژوندي ویستل شوي خو په هغوئ کې هم د شپږو حالت مرګونی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG