لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې دنوازشریف اؤ دهغه دبچو دنظرثانۍ خواستونه رد کړي


محکمې د وزیراعظم نوازشریف، دهغه د لور مریم نواز اؤ ځامنو حسن نواز اؤ حسین نواز په ضد نیب ته د مقدمو جوړولو امر هم کړی ؤ.
محکمې د وزیراعظم نوازشریف، دهغه د لور مریم نواز اؤ ځامنو حسن نواز اؤ حسین نواز په ضد نیب ته د مقدمو جوړولو امر هم کړی ؤ.

دپاکستان سترې محکمې دپاناما پیپرز په قضیه کې دپخواني وزیراعظم نوازشریف اؤ دهغه د کورنۍ لخوا محکمې ته شوي د نظرثانۍ ټول خواستونه رد کړي اؤ خپله پریکړه یې پځایې ساتلې ده.

قانون پوهان وایي د محکمې ددغه پریکړې نه وروستو نوازشریف پسې محکمې نه دانصاف ترلاسه کولو ټولې دروازې بندې شوي دي.

دجولایي میاشت کې سترې محکمې وزیراعظم نوازشریف له دې امله نااهله ګرځولی ؤ چې بهرنیو هیوادونو کې دموجودو خپلو پنګو په هکله یې حقائق پټ کړي وؤ.

سترې محکمې د وزیراعظم نوازشریف، دهغه د لور مریم نواز اؤ ځامنو حسن نواز اؤ حسین نواز په ضد نیب ته د مقدمو جوړولو امر هم کړی ؤ.

دمحکمې ددغه پریکړې په ضد پخواني وزیراعظم نوازشریف اؤ دهغه بچو سترې محکمې ته د نظرثانۍ بیلابیل خواستونه کړي وؤ.

دقاضي اصف سعید کهوسه په مشرۍ د سترې محکمې پنیځه کسیز بینچ ددغو خواستونو څلور اوریدنې وکړې اؤ دجمعې په ورځ یې ټول خواستونه رد کړل.

دخپلې لنډې پریکړې اورولو په وخت قاضي اصف سعید ګهوسه ویلي چې د پریکړې علتونه به روسته روښانه کولی شي.

د نوازشریف اؤ دهغه دکورنۍ په ضد دسترې محکمې په پریکړه د نوازشریف اؤ دهغه دبچو دنظرثانۍ دخواستونو دغه اوریدنه هم هاغو قاضیانو کړې ده کومو چې نوازشریف نااهله ګرځولی ؤ.

دپيښور تکړه قانون پوهه اویس خلیل وایي د محکمې په تاریخ کې به ډیر کم داسې مثالونه ولیدل شي چې محکمې دخپلې پریکړې په ضد یوه بله پریکړه اورولي وي.

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي خلیل ایډوکیټ ویلي نوازشریف اؤ دهغه دکورنۍ وکیلان هم ددغه ممکنه پریکړې داحتمال نه خبر وؤ خو سترې محکمې ته رجوع کول یې بیا هم دیو قانوني عمل په بشپړ ډول دپځایې کولو په معني وؤ.

هغه وویل د سترې محکمې د تازه پریکړې نه وروستو دنوازشریف په کورنۍ پسې دمحکمې ټولې دروازې تړل شوي دي اؤ داسې بله قانونې لار ورسره نه پاتې کیږي چې نوازشریف پرې ځان د محکمې دپریکړې د اثراتو نه بچ کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG