لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم دروازه په دوهمه ورځ هم تړلې پرته


پاکستاني سرحدي ځواکونو د جمعې دورځې دچاودنو پړه په افغان ځواکونو ور اوړولې ده
پاکستاني سرحدي ځواکونو د جمعې دورځې دچاودنو پړه په افغان ځواکونو ور اوړولې ده

دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله تورخم د شوؤ بمي چاودنو نه وروستو نن په دوهمه ورځ هم د تورخم دروازه دپاکستان له لوري تړلې پرته ده اؤ هیڅوک نه شي کولی په دغه پوله تګ راتګ وکړي.

د دروازې تړل کیدو سره دواړو لوریو ته په سوؤنو د سوداګریزو توکو ګاډي اؤ عام مسافر بند پاتې دي.

په پاک افغان پوله تورخم دجمعې په ورځ دپاکستان لوري ته د لاسي بمونو یو برید کې دپاکستان ملیشه ځواکونو شپږ عسکر اؤ دوه افغانان ژوبل شوي وؤ.

دچاودنې نه وروستو د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو دمشرانو ترمینځ ددغو چاودنو پړه پاکستاني لوري په افغان سرحدي ځواکونو وراچوي اؤ افغانستان سره یې خپله پوله دهر رقم تګ راتګ دپاره تړلې ده.

دافغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي چې اووه مسافرچې افغانستان طرف ته راوښتل په دغه پېښه کې زخمیان شوي او د تورخم په روغتیايي مرکز کې یې درملنه شوې ده.

نوموړی وايي:"اوس هم لاره بنده ده او تېره شپه نژدې سلو مسافرو په تورخم کې شپه کړې ده چې مونږ ورته د ډوډۍ او هلته د شپې کولو زمینه هم برابره کړې ده".

نوموړی وايي تر اوسه د تورخم دورازه کې د مسافرو د تګ راتګ لپاره اجازه نه ده شوې او سلګونه مسافر په دې غاړه کې ایسار پاتې دي.

په تورخم کې یو مسافر چې زیرک نومېږي امریکا غږ ته وویل تر درې سوه کسان په تورخم کې ایسار دي او په دې تمه دي چې پاکستان پلو ته به د اوښتو اجازه ورکړل شي.

نوموړی وايي: "اوه جنازې هم د تورخم دروازې په پاکستاني پلو کې ایسارې پاتې دي او اجازه نه ورکوي چې دې غاړې ته یې پرېږدي".

تر اوسه پاکستاني چارواکو مسافرو ته د تګ راتګ د اجازې ورکولو په اړه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG