لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دتورخم لار بیا پرانسته


تورخم
تورخم

دافغان چارواکو لخوا پاکستان ته په ګډه پوله خپلې لوري ته دترهګرو دمخنیوي دباور ورکولو وروسته دشنبې په ورځ دتورخم پوله یو ځل بیا دخلکو دتګ راتګ دپاره پرانستل شوې ده.
دغه پوله دجمعې په ورځ وروستو له هغې تړل شوې وه چې په پوله ولاړ دپاکستان ملیشه عسکرو باندې د لاسي بمونو برید کې شپږ عسکر ژوبل شول.
دپاکستان سرحدي ځواکونو ددغه برید نه سمدستي وروستو افغانستان سره خپله پوله تړلې وه چې ورسره په سوؤنو ګاډي اؤ‌مسافر په پوله بند پاتې شوي وؤ.
سرچیني وایي نن د تورخم په مقام ددواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو یوه ګډه غونډه شوې چې پکې پاکستان په پروني برید افغان ځواکونو ته سخت احتجاج کړی.
سرچنیي وایي په دغه غونډه کې پاکستاني ځواکونو افغان لوري ته دپټو کیمرو څخه ریکارډ شوې هغه ویډیو هم دثبوت په توګه ورکړې چې پکې دافغانستان دلوري څخه دپاکستان په سرحدي ځواکونو دلاسي بمونو برید کیږي.
دسرچینو په وینا پاکستان دافغانستان نه وغوښتل چې په ائنده کې باید خپل لوري ته په ترهګرو ژور نظر وساتي اؤ داسې قسمه بدې پیښې باید بیا رامنځته نه شي .
سرچیني دا هم وایي چې په دغه غونډه کې دافغانستان سرحدي ځواکونو پاکستان ته باور ورکړی چې راتلونکي کې به بشپړه هڅه وکړي چې ددغسې ناوړو پيښو مخه ونیسي.
دافغانستان لخوا دباور ترلاسه کولو وروستو ماسپښین ناوخته یو ځل بیا پاکستان دتورخم لاره دمسافرو اؤ سوداګرو دګاډو دپاره پرانستې ده.
تورخم دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د رابطې تر ټولو مهمه لاره ده اؤ په دغه د ورځې په زرګونو تجارتي ګاډي اؤ ددواړو هیوادونو اولسونه تګ راتګ کوي.
زیاتره وخت په دغه پوله دافغانستان اؤ پاکستان دسرحدي ځواکونو ترمینځ جنجالونه هم پیدا کیږي چې ددغو جنجالونو په تناظر کې اکثره پاکستان دتورخم لاره تړي.
خو تیره ورځ دافغانستان صدر اشرف غني ویلي وؤ چې اوس افغانستان دسوداګرۍ دپاره نورې لارې پیدا کړي دي اؤ څوک یې دلارو په تړلو ځانته نه شي محتاجه کولی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG