لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صفر هندسه په بخشالي [پښتونخوا] کې په لومړي ځل کارول شوې وه


پوهان دې وروستۍ څيړنې ته په درنه سترګه ګوري او دا د پښتنې سيمې دپاره وياړ ګڼي.
پوهان دې وروستۍ څيړنې ته په درنه سترګه ګوري او دا د پښتنې سيمې دپاره وياړ ګڼي.

د لندن اکسفورډ پوهنتون په خپل يو تحقيق کې ويلي چې په درېمه او څلورمه صدۍ (پېړۍ) کې د حساب يا ریاضۍ د صفر هندسه په وړومبي ځل د خېبرپښتونخوا بخشالي علاقه کې کارول شوې وه.

بخشالی د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې دی چرته چې اوس هم په سلګونو کاله پخواني د بدمت اثار يا نخښې نخښانې موجودې دي.

په دغو اثاروکې يو د بدمت منونکو د عبادت ځای، د بړه ونه او د ځمکې دننه جوړه لار هم شامله ده.

د لندن اکسفورډ پوهنتون ويلي، چې په کال ۱۸۸۱م کې د هند د شمالي برخې بخشالي کې د ۷۰ ټکړو قلمي نسخه ترلاسه شوې وه او دغه نسخه د کال ۱۹۰۲م نه د لندن په بوډليان لائبريرۍ يا کتبابتون کې پرته ده، دغه نسخه په بخشالي کې يو زميندار ترلاسه کړې وه.

پوهان دې وروستۍ څيړنې ته په درنه سترګه ګوري او دا د پښتنې سيمې دپاره وياړ ګڼي.

د اکسفورډ د رياضۍ پروفېسر مرکس دوستاوتی ترمخه " د بخشالي په نسخه کې د صفر د هندسې کارېدل او ترلاسه کېدل د رياضۍ د تاريخ په مهمو کاميابو کې يوه ده".

هغه ويلي، "اوس مونږ پوهه يُو چې درېمه پېړۍ کې په هند کې د رياضۍ پوهانو دا خيال وړاندې کړی او هغه بيا د نوې دنيا دپاره ډېر مهم ګرځېدلی دی".

د بخشالي نسخه د رياضي تر ټولو پخوانی هندي ليک ګڼل کيږي او څيړونکو يې د کاربن ډېټنګ د لارې عمر د درېمې يا څلورمې پېړۍ سره څرګند کړی دی.

په دې نسخه کې په ډېری ځايونو کې د صفر استعمال موجود دی او له دې وړاندې د هند په ګواليا مندر کې په يو ديوال باندې کنده شوي ژور ليک کې د صفرهندسه په وړومبي ځل ليدل شوې وه.

لومړنۍ څېړنه کې د بخشالي نسخه د اتمې او 12 پیړۍ پورې ښودل شوې وه، خواوس د کاربن ډېټنګ څخه دا د پیړیو پیړیو پخوانۍ ښودل شوې ده.

د بخشالي د سلو (۱۰۰) د کالو د عمر يو مشر محمدنبي ډيوه ريډیو سره په خبرو کې ويلي، دغه کلی ډېر زوړ تاريخ لري او دا څلور ځله وران شوی او بيرته اباد شوی دی، هغه وايي دلته خلکو د ځمکې نه بلا ډېر زاړه څیزونه راويستي دي.

"په دې کې بتان وو، سره ؤ، پخواني اوزار او سامان پکې وو او اکثره پکې د ټيکري وو او ډېر به پکې روغ هم راوتل".

د لرغونواو اثارو کار پوهه عثمان مردانوي وايي، ښايي ۱۸ سوه کاله وړاندې د دې سیمې خلکو دومره پوهه لرله چې د حساب دا نظام يې جوړ کړی ؤ.

"په دغه دور کې به د رېښمو تجارت کېدلو ددې ځای نه به د سوات، بشام او بيا په شاهراه رېشم باندې به يې چين ته تجارت کولو ځکه هغو خلکو بیا د حساب کتاب دپاره د هندسو نظام جوړ کړو".

هغه وويل " هاغه زمانه کې به د ليک لوست دپاره د دنداسې په پوستکي ليک کېده ځکه چې هغه چينجی نه خوري، دوېم د لیک لوست دپاره به د څاروي څرمن کارېده او دا د بخشالي نسخه د دنداسې په پوستکې ليکل شوې ده ځکه دومره ډېرعمر روغه پاتې شوې ده".

پوهان وايي د رياضۍ دغه دريافت يا موندنه د رياضۍ د تاريخ او ابتدايي سويلي اسيا د تهذيب په اړوند کېدونکې څيړنه کې ډېر اهميت لري، دغه ډول دا څيړنه په حېرانوونکې ډول د دغه سيمې د زرخېزتيا او پخواني سائنسي روایاتو ګواهي ورکوي.

د صفر په هندسه د ډيوه همکار بختورشاه بلاګ د ډيوه په وېب په لاندينې لنک وګورئ.

https://www.voadeewaradio.com/a/zero-story-/4032254.html

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG