د بنګله دېش چارواکو ويلي حکومت يې نزدې د څلور لاکه روهنګيا مسلمانانو د اوسانې دپاره يوغټ کېمپ جوړوي.
چارواکو ویلي د روهنګيا مسلمانانو دپاره به ۱۴۰۰۰ کورونه جوړوي او په يو کور کې به شپږ کورنۍ ځای کولی شي. د کورونو جوړول به په راتلونکو ۱۰ ورځو کې پوره کړی شي او د دغو کورونو دپاره د بنلګه دېش او ميانمار پولې ته نزدې اته مربع کلوميټره ځای ځانګړی کړی شوی دی.
د بنګله دېش حکومت ويلي د مهاجرينو د ابادولو سره به د هغو تګ راتګ محدود وي.
د بنګله دېش داخله وزیر اسدالزمان په ۱۰م ستمبر ويلي، د روهنګيا کډوالو ته به د کېمپ نه د بهر تلو اجازه نه وي، او په ګاډو کې به يې په بنګله دېش کې په ګرځېدو هم بندېز وي.
دا کېمپ د بنګله دېش پوځ او نړېوالې امدادې ادارې جوړوي، د کوم مقصد چې د اګست په ۲۵م روهنګيا کې د تندلارو د لاسه د پوځ په اډو او پوليس باندې د بريدونو وروستو د رامنځته شوو حالاتوسره مخامخ کېدل دي.
دبشري حقونو نړيوالې ادارې او د سيمې خلک وايي په ځوابي عملياتو کې د ميانمار پوځ عام خلک وژلي، تيري يې کړي او کورونه يې سوزولي دي.
ملګرو ملتونو په میانمار کې روان تشدد د نسل کشۍ عملي مثال بللی دی.
د روهنګيا مسلمانان د څو لسيزو راهسې په ميانمار کې د بدهـ اکثريتي ابادۍ د لاسه د ظلمونو او امتيازي سلوک سره مخ دي، هغوي ته تابعيت نه ورکول کيږي که څه هم د هغو نسلونه دغلته اباد دي.
د ميانمار حکومت وايي په سلګونو روهنګيا ترهګر دي، او د روهنګيا په ۴۷۱ کلیو کې ۱۷۶ خالي کړی شوي دي.
نړيوالې ادارې وايي پوځ د روهنګيا ابادۍ په هدف کوي، او ميانمار تور لګوي د روهنګيا ياغيانو تېښته کړې او خپلې کورونه او علاقې يې سوزولي دي.