لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا افغانستان ته نور ۳۰۰۰ عسکر ليږي او څلور بلېک هاک کاپټرې ورکوي


لوړ پوړو امريکايي پوځي مشرانو په افغانستان کې د نورو امريکايي عسکرو دپاره غوښتنه کړې وه.
لوړ پوړو امريکايي پوځي مشرانو په افغانستان کې د نورو امريکايي عسکرو دپاره غوښتنه کړې وه.

د امریکې د دفاع وزير جېم مېټس ویلي امريکا نور درې زره امريکايي عسکر افغانستان ته ليږي. امريکا افغان هوايي ځواک ته څلور بلېک هاک هېلي کاپټرې هم سپاري.

مېټس د ګل يا دوشنبې په ورځ په ورځ پېنټاګون کې خبريالانو ته ویلي، د درې زرو نه د زياتو عسکرو سره به د امريکايي ځواکونو توان سېوا شي، خو نوموړي کره شمېره نه ده ياده کړې.

هغه وويل په حقيقت کې يې دغه حکمنامې لاسليک کړې.

مېټس وویل، "په دغو ځواکونو کې ډېر په لار دي يا به اوس روانيږي"، هغه زياته کړه "دښمن ته د مرستې رسېدو په خاطر هغه نور مالومات شريکول نه غواړي".

لوړ پوړو امريکايي پوځي مشرانو په افغانستان کې د نورو امريکايي عسکرو دپاره غوښتنه کړې وه.

افغانستان ته د نوروعسکرو لېږلو سره به په دغه هېواد کې د امريکايي سرتېرو شمېره د ۱۴زرو نه سېوا شي، افغانستان کې امریکا د ۱۶ راهسې جنګیږي.

امریکې په افغانستان کې په کال ۲۰۱۱م کې د ستمبر په ۱۱م نيويارک او واشنګټن کې د القاعده د بريدونو وروستو عمليات پېل کړي وو کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ؤ.

د امریکې صدر ډونالډ ټرمپ د اګست په مياشت کې د افغانستان او سويلي اسيا دپاره خپله تګلاره اعلان کړې او ويلي يې ؤ چې په افغانستان کې به امریکایي عسکر د وخت پر اساس نه بلکې د جګړې په ډګر کې شرایطو ته په کتو پاتې کړی شي.

امريکا افغان هوايي ځواکونو ته بلېک هاک کاپټرې ورکوي

بل لور ته افغان چارواکو ويلي، د امریکا له خوا د افغان هوايي‌ځواک د پیاوړتیا د هڅو په لړ کې به لومړۍ بلېک هاک هيلي کاپټرې راتلونکې اوونۍ افغان هوايي ځواک ته وسپارل شي.

امریکايي بلېک هاک به په افغان هوايي‌ځواک کې د روسي M-17 هيلي کاپټرو ځای ونیسي، چې د هوايي ځواک د چارواکو په وینا به افغان هوايي‌ځواک ورسره پیاوړی شي.

د افغان هوايي‌ځواک تر ۱۰۰ زیات منسوبین دا مهال په امریکا کې او نور یې په چیک او متحده عربي اماراتو کې پر زده کړو بوخت دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG