لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم د امريکې مرستیال صدر سره لیدلي


د پاکستاني چارواکو په وېنا د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د مرستو په اړه  مائيک پنس ويلي، "امريکا د پاکستان سره په ګډه کار کول غواړي".
د پاکستاني چارواکو په وېنا د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د مرستو په اړه  مائيک پنس ويلي، "امريکا د پاکستان سره په ګډه کار کول غواړي".

د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي د سه شنبې په ورځ نیويارک کې د امریکې مرستیال صدر مائيک پنس سره ليدلي او د پاکستاني چارواکو په وېنا ليدنه کې په دوه اړخيزه سيمه ييزو او نړيوالو چارو خبرې اترې شوي دي.

د امريکې مرستيال صدر ويلي، "امريکا د پاکستان سره اړيکې مهمې ګڼي اود دواړو ملکونو ترمنځ د ښه اړيکو دپاره نوې لارې لټولی شي".

پنس ويلي، "د امن سره اړونده شعبو کې امريکا د پاکستان سره تل پاتې او د اوږدې مودې د همکارۍ خواهش لري".

د پاکستاني چارواکو په وېنا د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د مرستو په اړه مائيک پنس ويلي، "امريکا د پاکستان سره په ګډه کار کول غواړي".

په دغه موقع د پاکستان وزيراعظم د ترهګرۍ په ضد د پاکستان د کردار او قربانو يادګېرنه کړې ده.

هغه ویلی، "پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات خواهش لري، او دا عزم لري چې د تندروۍ په ضد جګړه په ګډه ګټل کېدی شي".

هغه ويلي "د ترهګرپه ضد جګړه کې پاکستان د نړيوال اتحاد برخه ده".

د خاقان عباسي او پنس د ليدنې په اړه يو امريکايي بيان کې ويل شوي، " مرستيال صدر او وزيراعظم عباسي د سويلي اسيا دپاره تګ لاره چې تېره مياشت صدر ټرمپ اعلان کړې په هغې مهمې خبرې اترې شوي دي".

بيان کې ويل شوي، "مرستیال صدر په هغه طریقه کار رڼا اچولې چې د لارې پاکستان د امريکا او نورو ملګرو سره کار کولی شي، د دې دپاره چې په سويلي اسيا کې ثبات ته وده ورکړی شي او سيمه خوشحاله وي".

"پنس د صدر ټرمپ هغه خيال وړاندې کړی چې په سيمه کې د امريکا د هڅو په همکارۍ کې به پاکستان ته ډېره ګټه وي".

وروستو سيکرټري خارجه تهمينه جنجوعه او په ملګرو ملتونو کې د پاکستان مستقل مندوبې مليحه لودهي خبريالانو ته وويل، "امريکايي پلاوی به د اکتوبر په میاشت کې دخبرو دپاره پاکستان ته راځي".

د سيکرټري خارجه په وېنا د پنس او عباسي په ليدنه کې پاکستان په افغانستان کې د هند په کردار خبره وکړه، او د پاکستان او امريکې اړيکو نورو پياوړي کولو په خبره موافقه شو.

د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ کې د ګډون دپاره شاهدخاقان عباسي سره د پلاوي په نيويارک کې دی.

له دې وړاندې وزيراعظم شاهدخاقان عباسي د ترکي صدر رجب طيب اردوان، د ایران صدر حسن روحاني، د اردن شاه حسېن دوېم او د سري لنکا صدر متهري پاله سينا سره ليدلي دي.

وزيراعظم د سه شنبې په ورځ د اسلامي هېوادونو تنظيم (او ايي سي) د رابطې ګروپ په غونډه کې هم ګډون کړی دی.

هغه په خپلو خبرو کې د روهنګيا د خلکو سره په ناوړه سلوک د پاکستان اندېښنه څرګنده کړې او دميانمار حکومت نه يې غوښتي چې په سمدستي ډول دغه مسله حل کړي.

شاهدخاقان عباسي د برطانيې وزيراعظمې تهريسامی سره هم ليدلي او په دوه اړخيره چارو يې خبرې اترې کړي دي.

راپورونه وايي د افغانستان صدر اشرف غني سره د وخت د کمي په وجه د پاکستان د وزیراعظم ليدنه نه ده شوې خو تهمينه جنجوعه ويلي د چهارشنبې په ورځ به د لیدو هڅه کيږي، او وزيراعظم به د نوبېل جائزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ سره هم ويني.

وزيراعظم خاقان عباسي به په ۲۱ستمبر د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ ۷۲ غونډې ته وېنا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG