لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ورکنګ باونډري دهندي پوځ ډزو کې شپږ پاکستانیان وژل شوي


په ورکنګ باونډري دهندي پوځزیاتره وخت د لانجمن کشمیر د ویش په کرښه ددغسې نښتو اطلاعات مخې ته راځي
په ورکنګ باونډري دهندي پوځزیاتره وخت د لانجمن کشمیر د ویش په کرښه ددغسې نښتو اطلاعات مخې ته راځي

پاکستان هند ته د لانجمن کشمیر په وژونکې کرښه دهندي پوځ ډزو کې دشپږو پاکستاني وګړو په مړینه هندوستان ته سخت احتجاج کړی اؤ دغه ډزې یې د شوې جنګ بندۍ سرغړونه بللې ده.

دپاکستان پوځ ویلي هند سره په ورکنګ باونډرۍ یا دلانجمن کشمیر د ویش په کرښه د هندي پوځ په ډزو کې دڅلورو میرمنو په ګډون لږ تر لږه شپږ پاکستاني وګړي وژل شوي اؤ ۲۶ نور ژوبل شوي دي.

د دواړو غلیمو ګاونډي هیوادونو ترمینځ په ورکنګ باونډرۍ د ډزو دغه خبرونه وروستو له هغې مخې ته راغلي چې تیره ورځ دپاکستان وزیراعظم تیره ورځ وزیراعظم شاهدخاقان عباسي دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا په مهال دړکه کړې وه چې که دهند پوځ د ورکنګ باونډرۍ نه د پښې اړولو هڅه وکړه نو پاکستان به کوټلی ځواب ورکوي.

دپاکستان دپوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور په ټوئټر دعوه کړې ده چې هندي پوځ دغه ډزې دامن دنړیوالې ورځې په مهال په چهپر،هرپال اؤ چارواه سیمو کې کړي.

پوځي ویاند زیاته کړې چې په ژوبلو کسانو کې ۱۵ښځې اؤ پینځه ماشومان هم شامل دي.

پوځي ویاند ویلي دهندي پوځ د ډزو ځواب کې دپنجاب رینجرز ځواکونو هم دهندي پوځي امنیتي څوکۍ په نخښه کړي خو دا یې نه ده واضحه کړې چې دپاکستاني ځواکونو په ډزو کې دهند لوري ته څه زیانونه اوښتي دي.

پاکستان په ورکنګ باونډرۍ دهندي پوځ لخوا شوؤ ډزو کې دعامو وګرو په وژنه هند ته سخت احتجاج کړی .

سرچینې وایي په پاکستان کې دهندوستان هائي کمشنر ګوتم بمباوالی دجمعې په ورځ دپاکستان خارجه دفتر ته راغوښتل شوی اؤ ورته ورته ویل شوي چې دغه ډزې په کال ۲۰۰۳م کې ددواړو هیوادونو ترمینځ دشوې ډزبندۍ څخه سرغړونه ده.

دپاکستان اؤ هند ترمینځ په دې وروستیو کې اړیکې زیاتې تاوژنې شوي اؤ‌زیاتره وخت د لانجمن کشمیر د ویش په کرښه ددغسې نښتو اطلاعات مخې ته راځي.

دواړه هیوادونه پخپل، خپل ملک کې دبدامنۍ پړه په یو بل وراچوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG