لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران دصدر ټرمپ دګواښ جواب کې دبل ایټمي میزائیل ازموئنه کړې


دایران دغه نوي میزائیل ته خرمشهر نوم ورکړل شوی
دایران دغه نوي میزائیل ته خرمشهر نوم ورکړل شوی

ایران دعوه کړې چې تر دوه زره کلو میټره فاصلې د ګڼو وسلو د وړلو اؤ وار کولو یو بل بیلسټک میزائیل کامیابه ازموئنه یې کړې ده.

ایران ددغه میزائیل د ازموئنې اعلان وروستو له هغې کړی چې دامریکا صدر ایران ته ګواښ وکړو چې که د میزائیلو تیارؤلو پروګرام نه لاس پسر نه شو نو امریکا به ورسره خپل جوهري تړون ختم کړي.

دخالي په ورځ دایران سرکاري میډیا ددغه نوي ایټمي توغندي د ازموئنې اعلان کړی دی.

دجمعې په ورځ دپاسداران انقلاب په عسکري سلامۍ کې ددغه توغندي مخکتنه شوې وه اؤ ویلی شوي وؤ چې دا دجنورۍ میاشت کې تیار کړل شوی دی.

دایران دغه نوي میزائیل ته خرمشهر نوم ورکړل شوی اؤ په سرکاري ټي وي یې د ازموئنې منظرونه هم ښودل شوي دي.

تیره میاشت دامریکا صدر ډانلډ پرمپ یوه قانوني مسوده لاسلیک کړې وه چې په هغې کې ویل شوي وؤ که ایران اټیمي وسلو وړونکو میزائیلو ازموئنې دوامداره وساتلې نو نوي بندیزونه به پرې لګولی شي.

د صدر ټرمپ ددغه ګواښ په ځواب کې دایران صدر حسن روحاني ویلي وؤ هغه ته حق حاصل دی چې دخپل هیواد ددفاعي مقصدونو دپاره خپلې میزائیلي پروګرام ته وده ورکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG