لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نن په جرمني کې د چانسلر د څوکۍ لپاره انتخابات کيږي


په جرمني کې نن انتخابات کيږي او رپورټونه وايي د جرمني مشره اېنګله مارکيل به په څلورم ځل هم خپله څوکۍ ګټي او خپل حريف مارټن شولذ له به ماتې ورکوي

ورستۍ نظر پوښتنې ښايي د مېرمن مارکېل پارټي کرسچين ډيموکرېټک يونين او ددې ملګرې بله کرسچين سوشل يونين پارټي به نني انتخابات ګټي خو دحکومت جوړولو لپاره به ورسره اکثريت نه وي

په جرمني کې د پارليمان د 598 څوکيو لپاره هر تن دوه ووټونه اچوي په دې کې نيمايي راې د ځايي پارليماني غړو لپاره وي

باقي پاتې نيمې څوکۍ یعني 299 د جرمني په 16 وفاقي ریاستونو وېشل شوي دي

رپورټونه وايي په دې انتخاباتو کې به هم د مېرمن مارکېل کرسچين ډيموکرېټک ګوند يا CDU بريالی کيږي

په دويم نمبربه د مارټن شولذ سوشل ډيموکرېټک پارټي SPD زياتې څوکۍ ګټي مارټن شولذ د يورپي پارليمان پخوانی صدر دی دده په اړه اټکل کيږي چې 4 مه برښه راې به اخلي

هم داډول په دريم نمبر به ښۍ اړخيزه ګوند الټرنټيو فارجرمني AFD)) زيات ووټونه اخلي ددې ګوند مشري آليس وېلډل او الېګزېنډر ګولانډ کوي څوک چې د پناه ګزينو او د يورپي يونين سخت مخالف دي او ورته د غريبو جرمنيانو ملاتړ ترلاسه دی

په جرمني کې هر څلور کاله پس صدارتي انتخابات کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG