لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېب عدالت به په دوېم اکتوبر په نوازشريف فردجرم لګوي


نوازشریف د دوشنبې په ورځ د لندن نه بيرته راستون شوی ؤ،
نوازشریف د دوشنبې په ورځ د لندن نه بيرته راستون شوی ؤ،

د پاکستان مخکنی وزیراعظم نوازشریف نن د سه شنبې په ورځ احتساب عدالت ته مخامخ شوی او عدالت په دوېم اکتوبر په هغه باندې د فرد جرم لګولو ویلي دي.

عدالت د نوازشريف زامنو حسن نواز، حسېن نواز، د هغه لور مريم نواز او کېپټن صفدر قابل ضمانت وارنټونه هم جاري کړي دي.

د احتساب قامي ادارې نېب د نوازشريف او زامنو په ضد يې د عزيزيه اسټيل مل، لندن کې د جايداد او فلېګ شپ انوسمنټ په اړه درې رېفرنسې جمع کړي دي.

نوازشريف ته نن عدالت ته د حاضرېدو لږه شيبه وروستو د تلو اجازه ورکړې او د نوموړي وکيل جج محمدبشير ته د خپل موکل عدالت ته د نه حاضرېدو استثنٰی خواست کړی خو جج پرې سمدستي فېصله نه ده اورولې.

راپورونه وايي د د استثٰی فېصله به د فردجرم لګولو نه وروستو کولی شي.

خواجه حارث د نوازشريف په وکالت کې د نېب د درې رېفرنسو په ضد وکالت نامې جمع کړي دي.

د نوازشريف د احتساب عدالت ته د مخامخ کېدو په مهال د ن ليګ حکومتي وزيران او ګڼ شمېر وکيلان او پلويان هم د عدالت مخې ته موجود وو او سخت امنیتي ګامونه پورته کړی شوی وو.

عدالت ته د حاضرېدو پس پخوانی وزيراعظم پنجاب هاؤس ته تلی او ويل کيږي نن د سه شنبې په ورځ به پرېس کانفرنس يا مطبوعاتو سره خبرې هم کوي.

نوازشریف د دوشنبې په ورځ د لندن نه بيرته راستون شوی ؤ، هغه څو ورځې وړاندې لندن ته د خپلې ناروغې مېرمنې کلثوم نواز پوښتنې له تلی ؤ.

د ستري محکمې پينځه کسيز بنچ د پاناما مقدمه کې په ۲۸م جولايۍ نوازشريف نااهله کړی او عدالت نېب ته د شريف کورنۍ په بهر ملکونو کې د جايدادونو په اړوند د رېفرنس جمع کولو ويلي ؤ چې په شپږ اوونو کې دې په دغه اړوند ټول مواد عدالت ته وړاندې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG