لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې د دفاع وزير جېمز مېټس کابل ته رسېدلی


نوموړی چې د سویلي اسيا په سفر دی له کابل وړاندې دهلي ته تلی ؤ.
نوموړی چې د سویلي اسيا په سفر دی له کابل وړاندې دهلي ته تلی ؤ.

د امريکې د دفاع وزیر جېمز مېټس د چهارشنبې په ورځ په غېر اعلاني سفر کابل ته رسېدلی دی، دا د امريکا د افغانستان دپاره نوې تګلارې اعلانولو وروستو د نوموړي وړومبی سفر دی.

نوموړی چې د سویلي اسيا په سفر دی له کابل وړاندې دهلي ته تلی ؤ.

راپورونه وايي ښايي مېټس د افغانستان صدر اشرف غني افغانستان کې د نېټو ځواکونو مشر او نورو چارواکو سره وويني.

صدر ډونلډ ټرمپ تېره مياشت اعلان کړی چې د هند په ګډون سيمه د ييز هېوادونو په رول افغانستان کې طالبان قابو کېدی شي.

مېټس په دهلي کې د ناستې په مهال د هند په افغانستان کې مرستې ستايلي او افغانستان کې په راتلونکې کې د جمهوريت، ثبات او امنيت په وده ورکولو کې يې د هند هرکلی کړی دی.

د هند د دفاع وزيرې نيرمالا سيتهارامن د کابل د سره مرستو ژمنه کړې که څه هم هغې کابل ته د پوځ لېږلو نه دي ويلي.

د امريکې پلان په افغانستان کې د ډېر پوځي شتون غوښتنه کوي. مېټس په وروستيو کې افغانستان ته د درې زره نورو عسکرو لېږلو اعلان کړی، او دغو پوځيانو سره په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ۱۴زرو ته رسېدلی دی.

د ټرمپ پلان د نورو بمونو غوښته کړې، او د امريکايي پوځي چارواکو د شمېرې ترمخه د اګست په مياشت کې ۵۰۳ وسلې کارول شوي دا د کال ۲۰۱۲ نه وروستوپه مياشت کې زياته شمېره ده.

ټرمپ د افغانستان نه د پوځ ويستلو دپاره ځمکني شرايط اېښودي او وخت يې نه دی ټاکلی.

افغانستان د امريکې د نوې تګلارې هر کلی کړی دی.

په واشنګټن کې لوړ پوړي افغان سفارتکار احمدشاه کټوازي ويلي، دوي د ځواکونو ويستلو دپاره نېته نه ده ټاکلې کومه چې مثبت خبره ده.

د ټرمپ انتظاميې دا نه دي ویلي چې افغانستان کې د بريالیتوب دپاره څه کوي،خو ځينې په روانه جګړه اندېښنه لري.

د ټرمپ انتظاميه هیله لري چې افغانستان کې پوځي عمليات به په طالبانو فشار سېوا کړي او خبرو ته به يې کښېنوي.

د سپينې ماڼۍ په تګلاره کې يوه مهمه خبره په پاکستان فشار دی چې د افغان وسله والو ډلو تورن ملاتړ پرېږدي.

د اوباما انتظامیې په شان د ټرمپ انتظامیې هم په پاکستان فشار په ځای ساتلی او افغانستان يې هرکلی کړی دی.

کټوازي ويلي، مونږ په پاکستان دومره فشار نه دی راوستی چې پاکستان د وسله والو ډلو ملاتړ پرېږدي، خو نوموړي هيله څرګنده کړې چې د امريکې موجوده انتظاميه به په دغه اړوند نوره سخته پاليسي خپله کړي.

مېټس او سیتهارامن د سه شنبې په ورځ په دې اړه غږېدلي دي.

سیتهارامن ویلي مېټس سره يې نېغ په نېغه په دې خبرې کړي، چې په پاکستان کې هغه قوتونه خوندي ځالې لري کومو چې په نيويارک او ممبۍ کې بريدونه کړي وو.

مېټس د پاکستان د نوم اخستو پرته ویل، هلته به د ترهګرو پټې ځالې ونه زغمي.

مېټس د نوي دهلي نه د پاکستان دپاسه تېر شوی او کابل ته رسېدلی دی. امريکايي چارواکو ويلي د دې مطلب دا نه دې چې پاکستان کم وګڼل شي او ټينګار يې کړی اسلام اباد دې په افغانستان کې د هند په پراخه مداخلت نه اندېښمن کيږي.

پاکستان په وروستيو کې بيا ويلي چې د ترهګرو په ضد جګړه کوي.

مېټس خبریالانو ته ویلي،هغه فکر کوي چې پاکستان به په دغه جګړه کې د هند او امریکا نه ځانله ونه ويني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG