لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په هوايي ډګر راکټې بريد شوی


چارواکي وايي په هوايي ډګر د الوتکو پروازونه روان دي، خو ځینې راپورونه وايي د الوتکو الوتنې ودرول شوي دي.
چارواکي وايي په هوايي ډګر د الوتکو پروازونه روان دي، خو ځینې راپورونه وايي د الوتکو الوتنې ودرول شوي دي.

د افغانستان پلازمينې کابل په حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر د امریکا د دفاع وزیر او د نېټو د سرمنشي له راتګ وروسته څه دپاسه په يوولس بجې راکټي برید شوی او د بريدګرو سره نښته روانه ده.

د امریکا د دفاع وزیر جیمزمېټس او د ناټو عمومي منشي یانس سټولتنبرګ نن سهار په یوه ناڅاپي سفر پلازمینې کابل ته رسېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر له راکټي برید وروسته درې وسله وال ترهګر د یک توت په سیمه کې يو کور ته ننوتي او له هغه ځایه په هوایي ډګر او شاوخوا په سپکو اودرنو وسلو ډزې کوي.

د وزارت ویاند نجیب دانش ویلي، افغان ځانګړو ځواکونو دغه کوره په ګېره کې اخستی دی.

هغه ويلي د بریدګرو یو راکټ په یوه کور لګېدلی او د یوې میرمنې په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي یېټپیان کړي دي.

د نوموړي په وېنا د وسله والو په ضد عمليات روان دي.

نجيب دانش له دې وړاندې ويلي،درې راکټي نن شاوخوا یوولس بجې د حامد کرزي په هوايي ډګر په ختیځه څنډه کې لګېدلې وې.

نوموړي ويلي، په هوايي ډګر د الوتکو پروازونه روان دي، خو ځینې راپورونه وايي د الوتکو الوتنې ودرول شوي دي.

طالبانو د راکټي بريد زمه واري منل، او وياند يې ادعا کړې چې د توغندیو د برید هدف د کابل په هوایي ډګر کې د امریکا د دفاع وزیر الوتکه وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG