لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني محکمې دداعش غړي ته د۲۸کالو دبند سزا اوروؤلې


امنیتي ادارې دعوه کوي چې دغه ترهګر یې د پینډۍ نه نیولی ؤ
امنیتي ادارې دعوه کوي چې دغه ترهګر یې د پینډۍ نه نیولی ؤ

دپاکستان دپنجاب ایالت په پینډۍ ښار کې د ترهګرۍ دمخنیوي یوې محکمې تندروه ډلې داعش سره دتړاؤ اؤ ورانکارۍ په تور دمحمد ابو جندل په نوم یو تن ته داتویشتو کالو دبند سزا اورولې ده.

ابو جندل پینځه میاشتې وړاندې دپیندۍ پولیسو نیولی ؤ اؤ دهغه څخه یې دچاودیدونکو موادو ترلاسه کولو دعوه هم کړې وه.

دپاکستان حکومت اؤ امنیتي ادارې هیواد کې دداعش دمنظمې موجودګۍ څخه انکار کوي خو ورانکارې ډلې داعش تر دې دمه پاکستان کې دترهګرۍ دګڼو پیښو پړه په غاړه اخستې ده.

دا لمړی ځل دی چې دپاکستان یوې محکمې دداعش کوم ورانکاري ته د دومره زیات بند سزا اورولې ده.

سرچینې وایي محکمې دداعش غړي ابو جندل ته دسزا اورولو ترڅنګ دهغه دجائیداد ضبط کولو امر هم کړی دی.

په پاکستان کې زیاتره وخت امنیتي ادارې ګیله کوي چې هغوئ ترهګر په ډیرو خوارو ونیسي خو وروستو محکمې دغه ترهګر په اسانه خوشې کړي.

محکمو څخه ددغو ترهګرو د خوشې کیدو یو لامل څیړونکي پاکستان کې دپلټنو د مضبوط سائنسي نظام نشتوالی ښایي.

څیړونکي وایي چې که چرې په پاکستان کې دپلټنو یو موثر نظام موجود وی نو امنیتي ادارې به په دې توانیدلی چې ددغو ترهګرو په ضد ټول ثبوتونه پیدا اؤ محکمې ته یې وړاندې کړي.

دامهال په پاکستان کې دقضایي محکمو ترڅنګ پوځي محکمې هم فعاله دي چې په هغې کې د ترهګرۍ پیښو کې دککړو کسانو قضیې څیړل کیږي اؤ دغو پوځي محکمو تر دې مهاله په لسګونو ترهګرو ته دمرګ سزا ګانې اورولي دي.

خو په دغو پوځي محکمو هم دبشري حقونو تنظیمونه نیوکي کوي چې ټولې قضایي چارې پکې په پټه توګه ترسره کیږي اؤ دانصاف تقاضې پکې نه پوره کیږي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG