لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حنيف اتمر د خواجه اصف سره د هندي وګړي په سر خبرې رد کړي


حنیف اتمر تمه څرګنده کړې،چې په راتلونکې کې د باور د فضا رامنځته کولو لپاره د ليدنو کتنو جزیات په سمه توګه راپور او د حقایقو له مسخه کولو ډډه وشي.
حنیف اتمر تمه څرګنده کړې،چې په راتلونکې کې د باور د فضا رامنځته کولو لپاره د ليدنو کتنو جزیات په سمه توګه راپور او د حقایقو له مسخه کولو ډډه وشي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر ویلي نيويارک کې د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف سره يې پاکستان کې د ترهګرو په پټنځايونو خبرې کړي د هندي وګړي په سر ورسره نه دی غږېدلی.

د افغانستان د ملي امنيت دفتر ویلي حنيف اتمر د ستمبر په ۲۶م په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومې ناستې په څنډه کې د خواجه اصف سره ليدلي ؤ او دا چې په کومو امورو يې ورسره بحث شوی دفتر ويلي،

"دواړو مشرانو د دوه اړخيزو او درې اړخيزو همکاریو د بهبود پر لارو چارو او د څلور اړخيزې همغږۍ د ګروپ په اړه تفصیلي بحث وکړې. دواړو خواوو په پاکستان کې د تروریستانو پر پټنځایونو او په دغه هېواد کې د نیول شویو پینځو تنو مهمو طالب مشرانو پر تبادلې هم خبرې اترې وکړې. په دغه ليدنه کې د هند او یا هم د کوم هندي وګړي په اړه هيڅ نه وو ويل شوي".

افغان ملي امنيت دا بيان په داسې حال کې خپور کړی چې ځينې مطبوعاتو د خواجه اصف د خلې دغه خبر خپور کړی، نوموړي ویلي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ورته ويلي د پاکستان په بند کې تورن هندي جاسوس په بدل کې به ورته د پېښور په ارمي پبلک سکول بريد کې ککړ ترهګر ورکړي.

خو بل لور د پاکستان د بهرنو چارو دفترد پنجشنبې په ورځ ويلي، د هند رسنيو د خواجه اصف بيان سم نه دی خپور کړی.

د بهرنو چارو دفتر ویلي، خواجه اصف د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار، لشکرجهنګوي او ترهګرو په پاکستان کې د ترهګرۍ دپاره د افغانستان د خاورې کارولو ويلي، او په غه اړوند يې د کلبهوشن يادېو حواله ورکړې ده.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر تمه څرګنده کړې، چې په راتلونکې کې د باور د فضا رامنځته کولو لپاره د ليدنو کتنو جزیات په سمه توګه راپور او د حقایقو له مسخه کولو ډډه وشي.

د پاکستان د پوځ په وېنا کلبهوشن ياديو چې د هند د استخباراتي ادارې "را" استازی او د هند د سمندري ځواک غړی د کال ۲۰۱۶م د مارچ په درېمه نېټه بلوچستان کې نيول شوی ؤ.

د کلبهوشن پرضد د پاکستان د پوځي اېکټ د سېوري لاندې ‘فيلډ جنرل کورټ مارشل‘ يعنې پوځي عدالت کې مقدمه شوې او د ۲۰۱۷م د اپرېل په مياشت کې هغه ته د مرګ سزا اورول شوې وه.

هند د دغه سزا په ضد نړیوالې محکمې ته تلی او دریځ یې خپل کړی چې کلبهوشن پاکستان کې جاسوسي نه کوله بلکې پاکستاني استخباراتو د ایران د خاورې څخه خپلې خاورې ته تښتولی دی.

دانصاف نړیوالې محکمې په ۱۸م مئ د دغه دوسیې تر بشپړې پریکړې دکلبهوشن دمرګ په سزا دعمل نه کولو امر کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG