لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل ځانمرګي بريد کې پينځه تنه وژل شوي، ۲۰ ژوبل


کابل کې شيعه مسلکې د محرم د عاشورې مراسم نمانځي.
کابل کې شيعه مسلکې د محرم د عاشورې مراسم نمانځي.

د افغانستان پلازمينې کابل ښار په قلعه فتح الله علاقه کې د شيعه مسلکو د جومات سره نزدې يو ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۵ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

داعش د بريد زمه واري قبوله کړې ده.

د داخله وزارت وياند نجيب دانش پخلی په ځانمرګي بريد کې د پينځه ؤ تنو د وژل کېدو او ۲۰ نورو ژوبلېدو پخلی کړی دی.

دانش په ټويټر ليکلي، دغه بريد ماسپخين په دوه بجې شوی او د بريد وروستو يو مشکوک بريدګر هم نيول شوی دی.

ځينې راپورونه وايي بريدګر درې تنه وو يو ځان ته چاؤدنه ورکړې بل نيول شوی او درېم د موقعې نه په تېښته کې بريالی شوی دی.

کابل کې شيعه مسلکې د محرم د عاشورې مراسم نمانځي.

کابل کې د شيعه ؤ د جومات سره نزدې دا بريد په داسې حال کې شوی چې چارواکو ويلي د عاشورې د مراسمو دپاره کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي.

کابل کې د تېرې مياشتې په وروستیو کې د جمعې په ورځ د شيعه مسلمانانو په جومات شوي بريد کې ۲۸ تنه وژل شوي او د ۵۰ نه زيات کسان ژوبل شوي وو.

بريد کې ښځې، ماشومان او دوه پوليس هم هدف شوي وو.

داعش ډلې د دغه بريد زمه واري قبوله کړې وه.

پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په قندهار ولایت کې د پولیسو دمرکز ترڅنګ په یو ځانمرګي برید کې لږ ترلږه ۱۲پولیس عسکر وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري طالبانو منلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG