لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوریا په خبرو کې دلچسپي نه لري، د امريکې د بهرنو چارو وزارت


له دې وړاندې د امريکې د بهرنو چارو وزیر رېکس ټېلرسن ويلي چې امريکې د شمالي کوريا سره نېغ په نېغه د خبرو لار راويتسې ده
له دې وړاندې د امريکې د بهرنو چارو وزیر رېکس ټېلرسن ويلي چې امريکې د شمالي کوريا سره نېغ په نېغه د خبرو لار راويتسې ده

د امريکې د بهرنو چارو وزارت ويلي، شمالي کوريا په خپل ايټمي او ميزايل پروګرام باندې په خبرو کې هیڅ دلچسپي نه لري.

وزارت دغه خبره د شنبې یا خالي په ورځ د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن د هغې بيان وروستو کړې چې پکې نوموړي ويلي امريکا د شمالي کوريا سره نېغ په نېغه په رابطه کې ده.

د بهرنو چارو د وزارت ویاندې هېدرنوئرټ ویلي، چې "د شمالي کوريا چارواکو داسې کومه اشاره نه ده ورکړې چې په خبروکې دلچسپي لري يا په ايټمي پروګرام خبرو ته تيار دي".

وياندې ويلي، "هغو ته باور ورکړی شوی چې امريکا د موجوده حکومت لرې کولو کې کومه دلچسپي نلري، مونږ د حکومت بدلول نه غواړو، د ټاپو بيا يو ځای کولو دپاره کار نه ګړندی کوو، يا د وسلې نه پاک شمال ته د پوځ لېږلو اراده لرو".

له دې وړاندې د امريکې د بهرنو چارو وزیر رېکس ټېلرسن ويلي چې امريکې د شمالي کوريا سره نېغ په نېغه د خبرو لار راويتسې ده چې ايا د کم جونګ اون حکومت خپلې ايټمي وسلې پرېږدي او په خبرو کې دلچسپي لري.

نوموړي د شنبې په ورځ بيجنګ کې ويلي چې هغه د عوامي جمهوريه کوريا په ضد کمپاين کې د چين په مرسته د ډېر فشار اچولو هڅه کوي.

ټېلرسن ویلي امريکا د دې خبرې جاج اخلي چې ايا شمالي کوريا په خبرو کې دلچسپي اخلي، او دا څرګندونه یې کړې چې دواړه ملکونه خبرې کوي.

نوموړي د چين د صدر شي جن پينګ او نورو چارواکو سره د ليدو وروستو دشنبې په ورځ بيجنګ کې خبريالانو سره خبرې کړي دي.

ټېلرسن ويلي امريکا په تیاره کې نه ده اود شمالي کوريا سره يې خپلې اړيکې دي.

هغه زیاته کړې، "مونږ دې خبرې ته ګورو ځکه تسلي ساتئ، مونږ د خپلو سرچينو دلارې د هغو سره خبرې کوو".

د دې پوښتنې چې هغه ورسره په کومو ماملاتوخبرې کوي، ټېلرسن وويل " مونږ دغه پوښتنه کوو، چې کومې خبرې خوښوي".

امريکا او شمالي کوريا د نورو حکومتونو او چارواکو د لارې يو بل سره په خپل ډول خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG