لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د پوځ سرلښکر په يو ورځني سفر کابل ته تلی


جنرال قمر جاوېدباجوه په يو ورځني سرکاري سفر کابل ته تلی دی،
جنرال قمر جاوېدباجوه په يو ورځني سرکاري سفر کابل ته تلی دی،

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېدباجوه په يو ورځني سرکاري سفر کابل ته تلی دی، نوموړی به د افغانستان صدر اشرف غني او پوځي مشرتابه سره ويني.

د پوځ وياند مېجرجنرال اصف غفور نن د يکشنبې يا اتوار په ورځ يواځې د پوځ د سرلښکر د کابل د سفر ویلي او په دغه اړوند يې نور تفصيل نه دی ورکړی.

جنرال قمر جاوېدجاوېد باجوه په داسې حال کې د کابل سفر کوي چې د ستمبر په مياشت کې افغان صدر اشرف غني د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وېنا کې په پاکستان د سولې او ترهګرۍ ضد په ګډه د کار کولو غږ کړی ؤ.

افغان صدر اشرف غني ویلی ؤ پاکستان دې د افغان حکومت سره په ګډه د ترهګرۍ پرضد، د سولې، امنیت او سیمه ييزي همکارۍ په برخه کې د حکومتونو په کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي.

اشرف غني په پاکستان دغه غږ له هغې وروستو کړی چې د اګست په مياشت کې د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د سويلي اسيا او افغانستان دپاره خپله تګلاره اعلان کړې او نوموړي په پاکستان سختې نيوکې کړې چې په خپله خاوره ترهګر ساتي او امريکا به نوره په دغسې کولو غلې پاتې نشي.

افغانستان د صدر ټرمپ د افغانستان په اړوند د نوې تګلارې هرکلی کړی دی.

تېره اوونۍ د امريکې د دفاع وزير جېم مېټس هم د هند د سفر وروستو کابل ته تلی ؤ، نوموړي په نوي دهلي کې د خپلې هندي سيالې سره په خبرو کې د پاکستان د نوم اخستو پرته ویلي ؤ هلته به د ترهګرو پټې ځالې ونه زغمي.

افغانستان د اوږدې مودې نه تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره د افغان طالبانو حقاني شبکې ته پناه ورکړې او دغه ډله د پاکستان د استخباراتو په ملاتړ په افغانستان کې ترهګري کوي، اسلام اباد د کابل دغه تورونه ردوي.

پاکستان وايي د ترهګرو په ضد بې طرفه عمليات کړي او په وروستيو کې يې د افغانستان سره په پوله ډېورنډلائن ازغن تار لګول هم پېل کړي او دريځ لري چې دغه کار د افغانستان د لوري پاکستان ته د ترهګرو راوړېدو مخه نيول دي.

د افغانستان حکومت بیا بیا په پوله د دغه شان ګامونو اودرولو غږ کړی دی.

د ستمبر په ۲۶م د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په نيويارک کې د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف سره ليدلي او اتمر ویلي په دغه ليدنه کې خواجه اصف سره پاکستان کې د ترهګرو د پټنځايونو، مهم طالب مشرانو د تبادلې ترڅنګ په دوه اړخيزه امورو خبرې اترې کړې وې.

خو څيړونکي او په پاکستان کې دننه ځينې سیاستمدار په دې نظر دي چې د دواړه هېوادونو ترمنځ موجوده بې باوري به د مينځه لرې کول وي.

څيړونکي دا هم وايي چې د پاکستان خارجه پاليسي په ځانګړي ډول د افغانستان په اړوند تګلاره د سیاسي حکومت په لاس کې نه وي زيات واک يې پوځي اسټبلشمنټ سره وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG