لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام په حمص کې داعش يو ښار بيا نيولی، راپور


د شام پوځ شپږ مياشتې وړاندې د داعش نه القرېتېن ښار نیولی ؤ.
د شام پوځ شپږ مياشتې وړاندې د داعش نه القرېتېن ښار نیولی ؤ.

د شام د څار يوې ډلې ويلی د تندروه ډلې داعش وسله والو د حمص صوبې القرېتېن نومې ښار بيا نيولی دی.

د شام په ختيځ کې د تندلارو په ضدسخت عمليات شوي او د هغې په غبرګون کې بيا د داعش جنګيالو دا ښار نيولی دی.

د شام پوځ په دغه اړه لا کوم غبرګون نه دی ورکړی چې ايا د دمشق نه په ۱۲۰ کلوميټره لرې شمال کې پروت ښار القرېتېن د دوي د لاسه وتلی دی.

د شام پوځ شپږ مياشتې وړاندې د داعش نه القرېتېن ښار نیولی ؤ.

خبري ادارې رويټرز د شام د څارنې تنظيم سیئرين ابزروېټري په حواله ويلي د داعش وسله والو د يوې ناڅاپي بريد په ترڅ کې القرېتېن ښار نيولی دی.

د بريد نه وړاندې د داعش تندلاري ښار ته په پټه راننوتي وو.

د روس ملاتړي شامي ځواکونو او د امريکا په ملاتړ د شام ملېشې د داعش نه يوه پراخه علاقه خالي کړې ده.

دغو ځواکونو د شام په ختيځ کې د ديرالزور صوبه چې د داعش وروستی مرکز دی، دهغې د ازادولو دپاره يې ځان ځانله عمليات دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG