لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کلکو امنيتي تدابيرو کې د عاشورې مراسم روان دي


 د عاشورې په مهال پېښور، کوټه، کراچۍ، لاهور او د ملک په يو شمېر نورو برخو کې د امنيت په موخه د موبايل ټيليفون سروس بند کړی شوی دی.
 د عاشورې په مهال پېښور، کوټه، کراچۍ، لاهور او د ملک په يو شمېر نورو برخو کې د امنيت په موخه د موبايل ټيليفون سروس بند کړی شوی دی.

پاکستان کې نن د يکشنبې په ورځ د محرم د میاشتې په لسمه د عاشورې مراسم په کلکو امنيتي تدابيرو کې نمانځل کيږي او د ملک په غټو ښارونو او لرې پرتو علاقو کې دعاشورې جلوسونه روان دي.

د عاشورې په مهال پېښور، کوټه، کراچۍ، لاهور او د ملک په يو شمېر نورو برخو کې د امنيت په موخه د موبايل ټيليفون سروس بند کړی شوی دی.

په قبايلي سیمه کرمه ايجنسۍ کې د محرم د مياشتې پېل کېدو سره سم کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي د کرمي مرکز پاړه چنار او چاپېره علاقو کې د امنيت دپاره پوستې جوړې شوې او د کرمي نه د افغانستان سره په لګېدلې پوله لاره هم تړل شوې ده.

کرمې ته په تلونکو لارو سخته تلاشي روانه او نن ويل شوي چې د عاشورې په جلوس کې د ګډون دپاره خلکو ته خصوصي پاسونه ورکړی شوي وو.

دغه ډول پېښور کې هم د موبايل سروس بندولو سره دعاشورې د جلوس لارې ته راتلونکې نورې لارې تړل شوې او د جلوس دپاره د پوليس اضافي سرتيري په ځای کړی شوي دي.

د خېبرپښتونخوا صوبې د پوليس مشر صلاح الدين محسود پرون د يکشنبې په ورځ ويلي په ټوله صوبه کې يې د عاشورې دپاره کلک امنيتي ګامونه پورته کړي دي.

هغه ويلي ؤ د عاشورې د جلوس په لاره د لګول شوؤ کېمرو د لارې هم څارنه کيږي او د هغې دپاره خصوصي مرکز جوړ کړی شوی دی.

په کوټه کې هم د عاشورې د جلوسونو دپاره د پوليس سره د ملېشې سرتيري د امنيت دپاره په ځای کړی شوي او هلته هم د موبايل سروس بند کړی شوی دی.

د ملک پلازمينه اسلام اباد، لاهور او کراچۍ ترڅنګ په نورو برخو کې هم د عاشورې د جلوسونه لارې خوندي کړی شوي او په ځينې ځايونو کې د هيلي کاپټرو د لارې هم د جلسونو څارنه روانه ده.

د عاشورې جلوسونه په بېلابيلو ځايونو کې د خپل وخت په حساب راويستل کيږي او د ماښام او ماسخوتن پورې په خپلو ټاکلو لارو خپلو منزلونو ته رسي.

پرون د شنبې په ورځ هم دنهم محرم د جلوسونو دپاره د ملک په غټو ښارونو کې د موبايل سروس بند کړی شوی ؤ.

په کراچۍ کې دوه ورځې وړاندې پوليس د داعش او القاعده د پينځه ؤ ترهګرو د وژلو او د هغوي نه په غټه کچه د وسلې ترلاسه کولو ادعا کړې او ويلي يې ؤ دغه وسله يې په عاشوره کې د بريد دپاره کاروله.

پاکستان کې له دې وړاندې په بيلابيلو ځایونو کې وخت په وخت د عاشورې په مهال د بدامنۍ پېښې رامنځته شوي او چارواکي وايي په ځانګړي ډول ورته محرم کې د ترهګرۍ ګواښونه وي ځکه کلک امنيتي ګامونه پورته کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG