لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: چاؤدنه کې د امن کمېټۍ د غړي پلار وژل شوی


چارواکو ويلي د چاؤدنې وروستو پوليس او پوځ علاقې ته رسېدلي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.
چارواکو ويلي د چاؤدنې وروستو پوليس او پوځ علاقې ته رسېدلي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمه سوات کې بمي چاؤدنه کې د امن کمېټۍ د غړي پلار وژل شوی او د ورورو په ګډون يې دوه نور تنه ژوبل شوي دي.

د پوليسو په وېنا دغه پېښه نن د ګل يا دوشنبې په ورځ د سوات ملم جبې په سېر علاقه کې رامنځته شوې ده او د امن کمېټۍ د غړي احمدزېب پلار پکې وژل شوی دی.

د پوليس چارواکو په وېنا د امن کمټۍ د غړي د کور سره نزدې د ريموټ کنټرول د لارې دا چاؤدنه شوې ده.

چارواکو ويلي دا پخلی هم کوي چې ايا چاؤېدونکي بارودي مواد دغلته زاړه پراته ؤ چاؤدلي دي او که اوس په ځای شوي او چاودنه ورته ورکړی شوې ده.

چاؤدنه کې ژوبل شوی يو د احمدزېب ورور او بل د تره زوی دي او هغوي د سوات مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

چارواکو ويلي د چاؤدنې وروستو پوليس او پوځ علاقې ته رسېدلي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

د سوات په بېلابيلو برخو کې له دې وړاندې هم وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته شوي د امن کميټيو مشران او غړي پکې په هدف شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات کې د پاکستان پوځ په کال ۲۰۰۹م کې د طالبانو په ضدعمليات کړي او د څو مياشتو پورې موده کې يې سيمه د طالبانو نه د پاکولو ويلي ؤ.

که څه هم د کال ۲۰۰۹م راهسې پوځ په سوات کې موجود دی او وخت په وخت يې د وسله والو د نيولو يا په عملياتو کې د وژنو ويلي او د سيمې پاکولو ادعاوې کوي خو بيا هم دغلته د امن کمېټيو په غړو بريدونه رامنځته کيږي.

په سوات کې د پوځي عملياتو نه نزدې دوه نيم ملينه خلکو کډې کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG